په شمالي افغانستان كښې څلور امريكائي عسكر ووژل شول

كابل 13 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې طالبانو ادعا كړې چې دوي په پروان ولايت كښې 4 امريكائي عسكر وژلي دي۔ د اېراني ټې وي له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې دوي په پروان ولايت كښې په باګرام سړك په يوه چاودنه كښې د ا مريكائي عسكرو ګاډې الوزولې دے او پكښې 4 امريكائي عسكر وژل شوي دي۔ د طالبانو لخوا دا هم …

كابل 13 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې طالبانو ادعا كړې چې دوي په پروان ولايت كښې 4 امريكائي عسكر وژلي دي۔ د اېراني ټې وي له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې دوي په پروان ولايت كښې په باګرام سړك په يوه چاودنه كښې د ا مريكائي عسكرو ګاډې الوزولې دے او پكښې 4 امريكائي عسكر وژل شوي دي۔ د طالبانو لخوا دا هم وئيلي شوي دي چې په فراه ولايت كښې په دوه جلا جلا بريدونو كښې 30 افغان پوليس سرتېري وژل شوي دي۔ د ولايتي كونسل مشر فريد بختاور هم وئيلي دي چې د شپې ناوخته طالبان د پوليسو د مركز نه تاؤ شوي وو او په دې بريد كښې 23 پوليس سرتېري وژل شوي دي۔ ده ووئيل چې په فراه كښې په يو بل بريد كښې طالبانو 11 پوليس اهلكار وژلي دي۔

مزید خبریں