د امريكې لخوا افغانستان كښې د القاعده سينئر كمانډرانو په نښه كولو ادعا

كابل 27 اکتوبر (اے پي پي)امريكې افغانستان كښې د القاعده سينئر كمانډرانو په نښه كولو ادعا كړې ده ۔د امريكې مېډيا له مخې د دفاع محكمې پرېس سېكتر پتيركك وئېلي دي جاسوسي الوتكې روانه اونۍ د ختيز افغانستان كڼر ولايت كښې كاروائي كړې چې پكښې افغانستان كښې د القاعده لارښود په نښه كړې شوي۔ده ووئيل زمونږ د اطلاع ترمخه په دې بريدونو كښې فرقان القطاني او بلال الطبي هم په نښه كړې شوې۔القطاني ختيز افغانستان كښې د القاعده امير ؤ او د هغه وژنه د تنظيم لپاره يو لويې زيان دے ۔وياند ووئيل القطاني په امرېكائې ځواكونو د بريدونو منصوبه جوړونكے پاتې شوے ۔وياند په دې بريدونو كښې د دواړو لارښودو د وژنې تصديق نه دې كړې خو وئېلې يې دي چې زمونږ مصدقه اطلاعات دا وائې چې په بريدونو كښې دواړه لارښود وژلې شوي دي