۔ اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او د اطلاعات وفاقي سېكتر سردار احمد نواز سكھېرا په لارښودنه كښې پي ټي وي سپورټس د لوبو 11 خاص پروګرامونو نشر كولو په شمول د سكواش ٬ كركټ ٬ فټ بال ٬ هاكي ٬ ټېنس او د مېرمنو لوبو خپرونو سره سره په فټنس او غذائيت هم د پروګرامونو …
د دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او وفاقي سېكتر سردار احمد نواز سكھېرا په لارښودنه كښې د پي ټي وي سپورټس د لوبو 11 خاص پروګرامونو نشر كولو پرېكړه سكواش ٬ كركټ ٬ فټ بال ٬ هاكي ٬ ټېنس او د مېرمنو لوبو خپرونو په شمول په فټنس او غذائيت به هم پروګرامونه شامل وي۔ د دې پروګرامونو او خپرونو مقصد كوچنيانو او زلمو سره د مثبت فكر او د ژوند مثبت ډول خپلولو كښې مرسته كول دي

مزید خبریں
۔
اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او د اطلاعات وفاقي سېكتر سردار احمد نواز سكھېرا په لارښودنه كښې پي ټي وي سپورټس د لوبو 11 خاص پروګرامونو نشر كولو په شمول د سكواش ٬ كركټ ٬ فټ بال ٬ هاكي ٬ ټېنس او د مېرمنو لوبو خپرونو سره سره په فټنس او غذائيت هم د پروګرامونو وړاندې كولو پرېكړه كړې۔ د ذريعو ترمخه دا ګام د سركاري ټي وي چېنل پروګرام د لا ښه كولو هڅو يو كړۍ ده۔ د دې پروګرامونو او خپرونو مقصد كوچنيانو او زلمو سره د مثبت فكر او د ژوند مثبت ډول خپلولو كښې مرسته كول دي۔ پي ټي وي ټول عمري د مېرمنو د لوبو ډاډګيرنه كړې او سباؤن كښې به هم د لړۍ روانه ساتلې شي۔ په دې لړ كښې به هېواد او هېواد څخه بهر كېدونكي د لوبو بېل ايونټس نېغ په نېغ كتونكو ته ښودلې شي۔ د تېرو څو كلونو په مهال د ترهګرۍ پېښو او د امنيت ناوړه صورتحال په سوب د نورو څانګو سره سره نه يوازې د فلم ٬ موسيقۍ او كلتور څانګې متاثر شوې بلكې د دې په نتيجه كښې د لوبو مېدانونه هم خالي شول۔ د پي ټي وي سپورټس لخوا د لوبو ٬ صحت مندانه هلو ځلو او په فټنس او غذائيت پروګرامونو مثبت اثرات مرتب كېږي ولې چې لوبې په سختو حالاتو كښې د صبر او استقامت پېغام وركوي۔









