اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي تربېلا فور توسیعی منصوبه د حكومت هڅو په نتيجه كښې په وخت او ټاكلي مصرف پايې ته رسېدلې۔ د نړيوال بانك په مرسته دا منصوبه بشپړ شوه۔ مونږ د المان کنټرېکټرز ، د برطانیې کنسلټنټ ، د چین کنټرېکټرز او د تركيه پوهانو په مرسته د 470 مېګاواټ دا منصوبه په وخت ترسره كړې۔ تر جون …
وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تربېلا فور توسیعی منصوبې پرانسته وكړه د منصوبې پايې ته رسېدو سره به د ملین ټنز فرنس آئل بچت وشي۔ حکومت د کوئلې منصوبو سره سره د توان سپېځلو منصوبو ته هم خاص پاملرنه كوي۔ د 470 مېګاواټ برېښنا منصوبه مو په وخت ترسره كړې۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د تربېلا فور توسیعی منصوبې اولني يونټ پرانستې په مهال دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي تربېلا فور توسیعی منصوبه د حكومت هڅو په نتيجه كښې په وخت او ټاكلي مصرف پايې ته رسېدلې۔ د نړيوال بانك په مرسته دا منصوبه بشپړ شوه۔ مونږ د المان کنټرېکټرز ، د برطانیې کنسلټنټ ، د چین کنټرېکټرز او د تركيه پوهانو په مرسته د 470 مېګاواټ دا منصوبه په وخت ترسره كړې۔ تر جون مياشتې به د 1410 مېګاواټ منصوبه ترسره كړو۔ چې ورسره به په وخت او ارزانه برېښنا ترلاسه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خالي په ورځ د تربېلا فور توسیعی منصوبې اولني يونټ پرانستې په مهال دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل منصوبې پايې ته رسېدو سره به د ملین ټنز فرنس آئل بچت وشي۔ حکومت د کوئلې منصوبو سره سره د توان سپېځلو منصوبو ته هم خاص پاملرنه كوي۔ ده ووئيل د بھاشا ډېم په شمول په نورو منصوبو كار روان دے۔ ده ووئيل د واپډا ډلې د جنرل مزمل په مشرۍ كښې منصوبه په وخت ترسره كړې۔ ده ووئيل ددې ارزانې منصوبې په بشپړ كېدو د واپډا ډله او نور همكاران د مباركۍ مستحق دي۔ ده ووئيل حكومت د برېښنا په شمول بېلې منصوبې بشپړ كړې دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د 10 زره مېګاواټ منصوبې بشپړ كړې دي۔ ده ووئيل په تېرو 65 كلونو كښې چې څومره برېښنا پېدا كړې شوې ددې 50 فيصد مساوي برېښنا په 5 كاله كښې قامي ګرډ كښې شامل كړې شوې۔ د میاں محمد نواز شریف وژن او د مسلم لیګ ن عزم سره د توان مسئلې حل كړې شوې۔ وزیراعظم ووئيل د برېښنا غلا بوج په صارفينو اچول سم نه دي۔ چرته چې برېښنا غلا كېږي هلته لوډشېډنګ كېږي۔ ده ووئيل د ګاز پلانټ او پائپ لائن منصوبې هم بشپړ شوي دي۔ ګوادر پورټ جوړ شوې۔ هوائي اډې جوړېږي۔ ده ووئيل نن هېواد كښې 1700 کلومیټر اوږدې موټروے جوړې كړې شوي دي يا د جوړېدو پړاونو څخه تېرېږي۔ دغسې د سي پېك منصوبې تندۍ سره پايې ته رسي۔ ده ووئيل د سېنېټ ټاكنو كښې مو د چيئرمېن منصب له رضا رباني نامه اخستلو سره د لويې سينې څرګندونه وكړه ولې ځواب ته ئې سترګې په لار يو۔ ده ووئيل كوم كسان چې اېم پي اے اخلي او په ټګۍ سناتور جوړېږي مونږ به ددوئي مقابله كوؤ۔ ده ووئيل زمونږ ګوند مستحكم دے او د هېواد پرمختګ له پرله پسې كار كوي۔ هره اونۍ د مېګا پراجېكټس پرانسته كېږي۔ ده وئيل د سياست پرېكړې عدالتونو او په سړكونو نه كېږي بلكې پولنګ سټېشن كښې كېږي۔ د جولائي 2018 ټاكنو كښې تاسو له پرېكړه كول دي دغسې چې د پرمختګ او سوكالۍ سفر روان پاتې شي۔ ده دستوره كښې د ګډون كوؤنكو مېلمنو منه وكړه او هيله ئې ولرله چې سباؤن كښې به هم د پرمختګ دا سفر روان وي۔ دستوره كښې د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان، د خېبرپختونخوا ګورنر اقبال ظفرجھګړا٬ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔









