اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي پاكستان او امريكا شريك باور ته وده وركولو او منطقه كښې د استحكام شريك هدف ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو په لارو غور كولو له په اعلی كچه رابطه كښې دي۔ پاكستان او امريكا به د ترهګرۍ په ضد جنګ او د القاعده تر بېخي ختمولو كښې كامياب همكاران پاتې كېږي۔ تېره ورځ …
پاكستان او امريكا شريك باور ته وده وركولو او منطقه كښې د استحكام شريك هدف ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو په لارو غور كولو له په اعلی كچه رابطه كښې دي۔ پاكستان او امريكا به د ترهګرۍ په ضد جنګ او د القاعده تر بېخي ختمولو كښې كامياب همكاران پاتې كېږي۔ د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه واشنګټن كښې غېر ملكي خبريالانو ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي پاكستان او امريكا شريك باور ته وده وركولو او منطقه كښې د استحكام شريك هدف ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو په لارو غور كولو له په اعلی كچه رابطه كښې دي۔ پاكستان او امريكا به د ترهګرۍ په ضد جنګ او د القاعده تر بېخي ختمولو كښې كامياب همكاران پاتې كېږي۔ تېره ورځ واشنګټن كښې غېر ملكي خبريالانو ته يو بريفنګ كښې خارجه سېكترې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اعلی كچې اوسنو رابطو مقصد د يو بل په دريځ په غوره توګه پوهېدل دي۔ دې ووئيل پاکستان او امریکا د ترهګرۍ په ضد جنګ او د القاعده تر بېخي خاتمې به كامياب همكاران پاتې كېږي۔ دې خپلې خاورې څخه د هر ډول ترهګرۍ بېخي خاتمې له د پاكستان د مضبوط عزم پخلې وكړو۔تهمینه جنجوعه ووئيل پاكستان كښې امن د افغانستان امن او استحكام سره تړلې او پاكستان جنګ ځپلي هېواد كښې امن په ځائې كولو له د افغانيانو خپلې مشرتابه سره ددوئي پېل كړې مفاهمتي عمل ملاتړ كوي۔ خارجه سېكترې ووئيل ما امريكائي چارواكو سره خپلو ملاقاتونو كښې د سرحدی نظم ونسق او د ترهګرو لخوا د پاكستان په ضد افغانستان كښې د موجود پټ ځايونو كارولو په اړه د پاكستان اندېښنې په ډاګه كړې۔ د پاکستان او هند ترمينځھ د روان تاؤ تريخوالي او په كنټرول لائن په يو بل د ډزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه سېكترې ووئيل هند خپلو كورنيو مسئلو څخه د نړۍ پام ګرځولو له په كنټرول لائن د تاؤ تريخوالي فضا رامخې ته كولو هڅې كوي۔









