اسلام آباد۔ 09 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ ته وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې له د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياتولې شي۔ د سپېن په زندانونو كښې بند 177 پاکستانیان هېواد ته راوستلو له به حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د طاهر اورنګزېب د پوښتنې په …
په ګرده نړۍ كښې د پاكستانيانو خېر ښېګړې له د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياتولې شي۔ د سپېن په زندانونو كښې بند 177 پاکستانیان هېواد ته راوستلو له به حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ د خارجه وزير خواجه آصف قامي اسمبلۍ كښې ځواب

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 09 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ ته وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې له د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياتولې شي۔ د سپېن په زندانونو كښې بند 177 پاکستانیان هېواد ته راوستلو له به حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د طاهر اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته په تحريري توګه ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د پاكستانيانو بنديوانو شمېره 177 ده۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف د ضمني پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ هڅې كوؤ چې په كوم هېواد كښې د پاكستاني وګړو شمېره زياته ده دغلته د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياته كړې شي دغسې چې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګرو ګيلې لرې كړې شي۔ ده ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د بنديوان 177 پاكستانيانو ډي پورټ كولو له به ګامونه پورته كولې شي۔ ده وئويل دا خبره سمه ده چې دې ځائې څخه د نشائي توكو قاچاق كولې شي۔ ده ووئيل اینټی نارکوټکس بايد د قاچاق مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كړي دغسې چې قاچاقبر دلته ونيولې شي او هغوي بهر هېوادونو كښې د پاكستان د بدنامۍ سوب جوړ نه شي۔ د ساجد نواز د پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل سعودی عربستان كښې دا مهال 26 څخه تر 27 لکهھ پاکستانیان مېشته دي۔ پاكستاني وګړي د سعودي عربستان زندانونو كښې د اقامې يا چېك كېش نه كېدو په سوب بند دي۔ ددې مسئلو حل له په سعودي عربستان كښې د كميونټي وېلفيئر دفترونو شمېره زياتولې شي









