اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي مونږ ته خپلې پالېسۍ د سوشل انټر پرينيور له مخې كول جوړول دي٬ځوانان زمونږ سباؤن دے٬د كوم هېواد چې معيشت مضبوط وي دفاع يې هم مضبوطه وي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان پلاننګ اينډ منيجمڼټ انسټي ټېوټ كښې د سنټر آف سوشل انټر پرينيور شپ پرانستې دستورې ته د وېنا كولو …
مونږ ته خپلې پالېسۍ د سوشل انټر پرينيور له مخې جوړول كول دي٬ځوانان زمونږ سباؤن دے٬د كوم هېواد چې معيشت مضبوط وي دفاع يې هم مضبوطه وي

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي مونږ ته خپلې پالېسۍ د سوشل انټر پرينيور له مخې كول جوړول دي٬ځوانان زمونږ سباؤن دے٬د كوم هېواد چې معيشت مضبوط وي دفاع يې هم مضبوطه وي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان پلاننګ اينډ منيجمڼټ انسټي ټېوټ كښې د سنټر آف سوشل انټر پرينيور شپ پرانستې دستورې ته د وېنا كولو پھ مهال وكړې۔ده ووئيل په 70 كلونو كښې مونږ د ډېرو هېوادونو نه وروستو پاتې شوي يو او د دې بنيادي وجه په هېواد كښې د استحكام نشت والې او سياسي اړې ګړی دې۔ ده ووئېل د محرومۍ احساس وركونكو دا نه دي وئېلې چې د مالېزيا او چين پشان هېوادونه د بې يقينۍ صورتحال سره نه دي مخ شوي۔ده ووئيل مونږ ته خو دا هم نه وه معلومه چې د سېنېټ ټاكنې به كېږي يا نه۔ده ووئيل مونږ ته به د خپل هېواد د ځوانانو سباؤن مضبوطول وي تر څو چې مونږ خپل سوشل سېكټر نه وي مضبوط كړې هېواد پرمختګ نه شي كولې۔











