په محمد نواز شريف په نېب كښې چې كوم ريفرنس دائر شوي په 6 مياشتو كښې يې ثبوت ترلاسه نشو٬نواز شريف چې څومره وړاندې شوې وړاندې كوم وزيراعظم نه دې وړاندې شوې

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)مشرانو وئېلي دي په محمد نواز شريف په نېب كښې چې كوم ريفرنس دائر شوي په 6 مياشتو كښې يې ثبوت ترلاسه نه شو٬نواز شريف چې څومره وړاندې شوې د دې نه وړاندې كوم وزيراعظم دومره عدالت ته نه دې وړاندې شوې٬د مريم نواز په ضد د كيليبري په اړه ريفرنس دائر كړې شوې خو د برتانيې فرانزك ايكسپرټ او ګواه رېډلے …

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)مشرانو وئېلي دي په محمد نواز شريف په نېب كښې چې كوم ريفرنس دائر شوي په 6 مياشتو كښې يې ثبوت ترلاسه نه شو٬نواز شريف چې څومره وړاندې شوې د دې نه وړاندې كوم وزيراعظم دومره عدالت ته نه دې وړاندې شوې٬د مريم نواز په ضد د كيليبري په اړه ريفرنس دائر كړې شوې خو د برتانيې فرانزك ايكسپرټ او ګواه رېډلے په خپل بيان كښې وئېلي دي فونټ د 2005 څخه ډاؤن لوډ كېږي ا استعمالولې شي٬كوم ګوند چې په اسلام آباد كښې د 100 ورځو نه زياته دهرنا وركړې٬د هغه ګوند په ضد هېڅ ډول كاروائي نه ده شوې۔دا خبرې د مسلم ليګ(ن)مشرانو د نجكارۍ وفاقي وزير٬دانيال عزيز او د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دوي ووئيل مسلم ليګ(ن)د سترې محكمې ټولې پريكړې او احكامات منلي٬مونږ انصاف غواړو او د ادارو پرمختګ غواړو۔ده ووئيل د نواز شريف پھ ضد په نېب كښې 4 ريفرنسنز دائر كړی شوې او سترې محكمې د 6 مياشتو موده ټاكلو سره پھ دې نګران جج مقرر كړې ؤ۔ دوي ووئېل د مارچ پھ 7مه نېټھ كال 2018م د 6 مياشتو موده بشپړه شوې خو سره د دې هم هېڅ ثبوت ترلاسه نه شو او په دې كښې دوه مياشتې پراختيا وكړې شوه كوم كار چې په 6 مياشتو كښې ونه شو هغه په دوو مياشتو كښې به څه وشي۔طارق فضل چوهدري ووئيل كوم ريفرنس چې دائر كړې شوي ؤ كه كوټلي شواهد وو نو د نورو ضمني ريفرنسنز دائر كولو ضرورت څه ؤ۔ده ووئيل دا يوه عجيبه مقدمه ده٬بېلا بېل سياسي ګوندونه د مسلم ليګ(ن)هدفي وژنه غواړي٬هغوي په مېدان كښې زمونږ مقابله نه شي كولې او نه يې كله كړې٬د هغوي يو مقصد دې چې نواز شريف ته د عدالت نه سزا وركړې شي خو د نواز شريف مقبوليت ورځ په ورځ زياتېږي