د شاہ حماد نرسنګ پوهنتون د بنياد تيګې كېښودولو لپاره به نيټي ته زر حتمي شكل وركړې شي

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي چې د شاہ حماد نرسنګ پوهنتون د بنياد تيګې كېښودولو لپاره به نيټي ته زر حتمي شكل وركړې شي٬ پوهنتون جوړولو لپاره اسلام آباد كښې په پارك سړك 237 كناله زمكه بېلا كړې شوې۔ دوهمې وزيرې دا خبرې د ګل په ورځ د شاہ حماد پوهنتون روغتون بحرېن چيف اېګزېكټو مېجر جنرال ډاکټر …

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي چې د شاہ حماد نرسنګ پوهنتون د بنياد تيګې كېښودولو لپاره به نيټي ته زر حتمي شكل وركړې شي٬ پوهنتون جوړولو لپاره اسلام آباد كښې په پارك سړك 237 كناله زمكه بېلا كړې شوې۔ دوهمې وزيرې دا خبرې د ګل په ورځ د شاہ حماد پوهنتون روغتون بحرېن چيف اېګزېكټو مېجر جنرال ډاکټر شېخ سلمان بن عطاء اﷲ الخلیفه په مشرۍ كښې د بحرېن پلاوي سره د وزارت د دورې په موقع ملاقات كښې وكړې۔دې ووئيل د بحرېن باچا مارچ كال 2014 كښې د پاكستان دورې په مهال د ياد شوي ميډيكل پوهنتون ډالۍ اعلان كړې ٶ۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف دا پروژه زر پېل كول غواړي۔ دې ووئيل د منصوبې بشپړېدو لپاره درې كمېټۍ ليګل ٬ ټېكنيكل او اېجوكېشن كمېټۍ جوړې كړې شوې دي كومې چې به د منصوبې د ټولو چارو نګراني كوي

مزید خبریں