د امريكې په لاس اېنجلس ايالت كښې د ټرك چپه كېدو او په هوټل كښې د ډزو په پېښو كښې 7 كسان مړه او 20 ژوبل شوي

لاس اېنجلس 16 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې په لاس اېنجلس ايالت كښې د ټرك چپه كېدو او په هوټل كښې د ډزو په پېښو كښې 7 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې وړومبې پېښه د ايالت په سان ډيګو ښار كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو ټرك د كورناډو پل نه ښوئېدو سره نزدې پارك ته داخلېدو سره چپه …

لاس اېنجلس 16 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې په لاس اېنجلس ايالت كښې د ټرك چپه كېدو او په هوټل كښې د ډزو په پېښو كښې 7 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې وړومبې پېښه د ايالت په سان ډيګو ښار كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو ټرك د كورناډو پل نه ښوئېدو سره نزدې پارك ته داخلېدو سره چپه شو۔ د پوليسو له مخې د پېښې په وخت په پارك كښې ګڼه ګوڼه وه۔ په پېښه كښې 4 كسان په ټكي مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔ دويمه پېښه د ياد شوي ايالت په وېسټ اېډمز ښار كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې وسله وال يو هوټل ته ننوتل او ډزې ئې پېل كړې۔ په دې پېښه كښې 3 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دي۔ پوليسو يو بريد كوونكې نيولې دے او د نورو ملګرو لټون ئې روان دے۔