اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دي چې پاکستان جاپان سره خپلې اقتصادي اړيكې پراخه كول غواري٬ د ښه چاپېرچل له امله بهرني سرمايه كار د پاكستان پلو راغب كېږي٬ مونږ تل د جاپان اېكسټرنل ټرېډ آرګنائزېشن مرسته كړې۔ د خالي په ورځ سناتور اسحق ډار سره د جېټرو صدر ياشوشي اكاهوشي په مشرۍ كښې د جاپان پلاوي ملاقات كړې۔ په دې موقع …
پاکستان جاپان سره خپلې اقتصادي اړيكې پراخه كول غواري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دي چې پاکستان جاپان سره خپلې اقتصادي اړيكې پراخه كول غواري٬ د ښه چاپېرچل له امله بهرني سرمايه كار د پاكستان پلو راغب كېږي٬ مونږ تل د جاپان اېكسټرنل ټرېډ آرګنائزېشن مرسته كړې۔ د خالي په ورځ سناتور اسحق ډار سره د جېټرو صدر ياشوشي اكاهوشي په مشرۍ كښې د جاپان پلاوي ملاقات كړې۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل چې د جېټرو لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ هركلې كوٶ۔د جېټرو كمپنۍ صدر یاشوشي اکاهوشي ووئيل پاکستان كښې د ګاډو جوړولو په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته ٬ جاپان پاكستان كښې سرمايه كاري زياتول غواړي چې ورسره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكم شي۔ د خزانې وزير د ګاډو جوړولو په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه ۔ د خزانې وزير د جاپان كمپنو ته په نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔ د خزانې وزير اسحق ډار ووئيل د جېټرو لخوا په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره د كردار هركلے كوٶ۔ د خزانې وزير پلاوې د حكومت د اقتصادي پوليسو د كاميابۍ نه خبر كړو۔










