حکومت د موجودہ بحراني صورتحال په اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره موثر ګامونه اغستي ، د خزانې وزير سینیټر محمد اورنګزیب

  اسلام آباد۔10جون  (اے پي پي )د خزانې وزير وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي حکومت  په موجودہ بحرانة صورتحال کښې په  اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره  موثر ګامونه اغستي دي  ، د سختې معاشي وضعې باوجود موټر سائیکل، ټرانسپورټ ، ګډز او  زرعي څانګې ته د پټرول په بيعو   ټارګټډ سبسډي وركړې شوې ۔د شورو په ورځ  د سینیټر محسن عزیز د اړخه د  پټرولیم مصنوعات …

 

اسلام آباد۔10جون  (اے پي پي )د خزانې وزير وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي حکومت  په موجودہ بحرانة صورتحال کښې په  اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره  موثر ګامونه اغستي دي  ، د سختې معاشي وضعې باوجود موټر سائیکل، ټرانسپورټ ، ګډز او  زرعي څانګې ته د پټرول په بيعو   ټارګټډ سبسډي وركړې شوې ۔د شورو په ورځ  د سینیټر محسن عزیز د اړخه د  پټرولیم مصنوعات  په بيعو كښې د اوسني زياتوالي او دې څخه په صنعتي پیداواري مصرف  او  قامي معیشت اثرات پلو د پام راګرځونې نوټس په اړه  د خزانې وزير ووئېل  وزیراعظم محمد شهباز شریف او  آرمي چیف و چیف آف ډیفنس فورسز سیّد عاصم منیر په ګرده نړۍ كښې  امن لپاره هڅې كوي ، د مينځني ختيز شخړه درې مياشتې وړاندې پېل شوې۔ ده ووئېل  حکومت د دې بحران  په اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره ګامونه اغستي دي ، په وړومبو دريو اوونيو كښې  د 129 ارب روپو سبسډي وركړې شوې، ټولو ته په سبسډي وركولو ټكونه  شوي ، د معاشي مسائلو باوجود مونږ سبسډي وركړه  ،د دغې نه پس  د ټارګټډ سبسډي  وركولو عمل پېل كړے شو دغسې چې غريب ته سهولت ترلاسه شي  ۔ ده ووئېل ټرانسپورټ، موټرسائیکل لرونكو ، کرونده ګرو او  ګډز ته سهولت وركړے شو ، په پټرول 100 روپۍ لیټر سبسډي وركړې شوه ۔ده ووئېل  وفاقي حکومت او  ټولو صوبو د سبسډي وركوكو په معامله كښې په زړه پورې برخه اغستې ،  د صوبو ذمه واري وه چې په سبسډي كښې سپېځلتيا اوساتي  او د ټرانسپورټ کرايه زياته نه شي ٬ ده ووئېل د موټرسائیکل لپاره  15.4 ارب روپۍ په پټرول سبسډي وركړې شوه  ، دغسې   د زرعي څانګې پشمول نورو څانګو كښې هم سبسډي وركړې شوه ، ده ووئېل كه دا شخړه زر ختمه هم شي نو د دې اثرات به بيا هم  برقرار وي ۔۔

مزید خبریں