اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي په متحده عرب امارات كښې د ايران امريكې جنګ په مهال هلته د سوشل ميډيا په اړه د قوانين په خلاف ورزۍ درې نيم زره پاكستانيان بيرته هېواد ته رالېږلې شوي دي ٬د هغوي جائيدداد به هم ورثا ته سپارلې شي٬كه چرې چاته په دې كښې كوم مشكل وي نو خبر دې وركړي٬خارجه وزارت به په دې …
يو اے اي كښې د ايران او امريكې جنګ په مهال د سوشل ميډيا په اړه د قوانين په خلاف ورزۍ درې نيم زره پاكستانيان بيرته هېواد ته رالېږلې شوي۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي په متحده عرب امارات كښې د ايران امريكې جنګ په مهال هلته د سوشل ميډيا په اړه د قوانين په خلاف ورزۍ درې نيم زره پاكستانيان بيرته هېواد ته رالېږلې شوي دي ٬د هغوي جائيدداد به هم ورثا ته سپارلې شي٬كه چرې چاته په دې كښې كوم مشكل وي نو خبر دې وركړي٬خارجه وزارت به په دې كښې مرسته كوي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د ثمينه خالد ګهر د پوښتنې په ځواب كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري غونډې ته ووئيل په دې هېوادونو كښې د بنديانو په اړه پوښتنه شامل وه٬په دغې كښې سپين٬پرتګال او برتانيه كښې د مرګ د سزا كوم بنديوان نشته دے٬په دغې هېوادونو كښې د مرګ سزا ختمه شوې٬د بنديوانو پاكستانيانو مرستې لپاره په سفارتخانه كښې يو سيكشن جوړ دے٬هغوي سره زندان كښې د ملاقات په مهال د هغوي د مسئلو حل راويستلو له مرسته كېږي٬كوم بنديوان چې وكيل نشي كولې هغوي ته قانوني معاونت وركړے كيږي٬ بنديوانو ته هر ممكن مرسته وركوو۔ده ووئيل برتانيې سره د بنديوانو د تبادلې لوظنامې له مخې 2024 او 2025 كښې 9 بنديان هېواد ته بيرته راوستلې شوي دي۔د عبدالقادر پټيل د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا يوه سنګنه مسئله ده٬د صوماليه سمندري غلو دا طريقه پاتې شوې چې هغوي تجارتي بېړۍ نشي٬وړاندې هم داسې پېښې شوې دي٬ ده ووئېل هلته د ګيرو شوو پاكستانيانو راخوشي كولو لپاره اقدامات كېږي ٬خارجه وزير پخپله د دغې نګراني كوي۔په دې مهال سپيكر هدايت وكړو چې دې معاملې ته دې په خاص توګه وكتلے شي










