اسلام آباد 23 ستمبر(اے پي پي)د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي بايد برآمد كوونكې جديد نړيوال رجحانات خپل كړي٬ايكسپورټ زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬د ايكسپورټرز استعداد زياتولو له د جديدې مشينري درآمد او برآمدات زياتولو له ګامونه بورته كړې كېږي ۔ده د جمعې پھ ورځ صنعتي ايكسپوټرز او د اپټما نمائنده پلاويو سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔په دې موقع د پلاوي نمائندګانو د …
بايد برآمد كوونكې جديد رجحانات خپل كړي٬ايكسپورټ زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر(اے پي پي)د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي بايد برآمد كوونكې جديد نړيوال رجحانات خپل كړي٬ايكسپورټ زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬د ايكسپورټرز استعداد زياتولو له د جديدې مشينري درآمد او برآمدات زياتولو له ګامونه بورته كړې كېږي ۔ده د جمعې پھ ورځ صنعتي ايكسپوټرز او د اپټما نمائنده پلاويو سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔په دې موقع د پلاوي نمائندګانو د حكومت د اړخه ايكسپورټ زياتوالي له وركړی شوې مراعات وستائېل۔د خزانې وزير په دې موقع د بزنس كمېيونټي ډاډګيرنې كولو سره ووئيل حكومت د اړخه په بجټ كښې وركړی شوې مراعات بايد په بشپړه توګه اوكارولې شي۔پلاوي برآمدات زياتوالي له خپل تجاويز وركړه او د حكومت څخه ئې د معاونت خواست وكړو۔د خزانې وزير ووئيل دغه وړاندېزونه به د خبرو اترو نه پس غور له ډېر زر وزيراعظم ته ولېږلې شي۔










