وزیراعظم محمد نواز شریف د ازبك اولس مشر اسلام کریموف په مړينه د غمرازۍ څرګندونې له د ازبکستان سفارت ته لاړ

APP79-05 ISLAMABAD: September 05 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif signing the condolence book placed at the Embassy of the Republic of Uzbekistan in memory of late Islam Karimov, President of Uzbekistan. APP

اسلام آباد 05 ستمبر )اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ازبك اولس مشر اسلام کریموف په مړينه د غمرازۍ څرګندونې له د ګل په ورځ د ازبکستان سفارت ته لاړو٬ وزيراعظم د غمرازۍ په كتاب كښې لاسليك كولو سره خپل تاثرات قلم بند كړه او غم جنې كورنۍ او ازبك قام سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ ازبك اولس مشر د جمعې په ورځ په حق رسېدلې و۔ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز هم وزيراعظم سره ملګرے و۔ د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم غم جنې كورنۍ او ازبك قام سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د ازبك اولس مشر اسلام كريموف په مشرې ازبكستان په ټولو څانګو كښې ښه پرمختګ كړے۔ ارواښاد چې د ازبك اولس په زړونو كښې كوم دائمي مقام جوړ كړے هغه به تل په مينه ياد ساتلې شي۔ د هغه د مرګ سره پاكستان د يو لوي او مخلص دوست نه محروم شوے۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ او ازبك قام له د زغم توفيق وركړي۔