پاکستان معاشي بحالي ترلاسه كړې٬ سكيورټيز اېند اېكسچېنج كمېسون دې هېواد كښې د كارپورېټ په قوانين پرله پسې نظر ثاني او په نړيواله كچه رائجو ښو طريقو له مخې اصلاحات روان وساتي ۔ د اسحاق ډار

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان معاشي بحالي ترلاسه كړې٬ سكيورټيز اېند اېكسچېنج كمېسون دې هېواد كښې د كارپورېټ قوانينو پرله پسې نظر ثاني او په نړيواله كچه رائجو ښو طريقو له مخې اصلاحات روان وساتي۔ده دا خبرې د اېس اي سي پي تر سېوري لاندې كمپنيز بل 2016 په مسوده د قامي كچ سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ده د اېس اي سي پي د كار ستائنه وكره۔دا قانون به نه يوازې اېس اي سي پي او شراكت دار له ګټور وګرځي بلكې د پاكستان په معيشت به هم ښه آغيز وكړي۔ده ووئيل پاکستان په 2015 كښې په 7 كالو كښې د لوړې كچې شرح نمو ترلاسه كړې او هېواد كښې به معیشت بحال شې۔ اسحاق ډار ووئيل كمپني بل په سمدستي ګوګه نافذ كولو له د شراكت دار خوښي معلومولو او مشاورت ضروري وګرځولو ۔ده ووئيل بايد معیشت سیاست څخه جلا وساتلې شي۔ ده ووئېل اېس اي سي پي٬ مركزي بانك او اېف بي آر تېرو 3 كالو كښې د معاشي اصلاحاتو په لړ كښې ګڼ شمېر قواعد او قوانين اجراء كړې۔ په سيمينار كښې د كارپورېټ څانګې ٬ نوموړو وكيلانو ٬ چارټرډ اكاٶنټنټس ٬ كاسټ او مېنجمنټ اكاٶنټنټس ٬ د ايوان صنعت او تجارت چارواكو ٬ كاروباري كسانو او نورو كاروباري كسانو ٬ تنظيمونو استازو هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د مركزي بانك ګورنر سعید احمد، او دوهم ګورنر مسعود نقوی چارټرډ اکاؤنټنټ، د آئي كېپ پخوانې صدر حافظ محمد یوسف او د آئي كېپ صدر هم وېنا وكړه او د كمپنيز بل 2016 د مسودې ځانګړې خصوصيات ئې بيان كړه۔