د نړۍ په تتدۍ سره بدليدونكې وضعه٬ كورني او بهرني سازشونه او د ترهه ګرۍ غوندې چېلنجونه قام څخه د يوالې په ځائ ساتلو او د دفاعي صلاحيت زياتوالي تقاضا كوي

اسلام آباد 05 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د نړۍ په تندۍ سره بدليدونكې وضعه٬ كورني او بهرني سازشونه او د ترهه ګرۍ غوندې چېلنجونه قام څخه د يوالې په ځائ ساتلو او دفاعي صلاحيت كښې د زياتوالي تقاضا كوي ٬ اقتصادي پرمختګ هم د هېواد دفاع او استحكام له ضرورې دے٬ لويو منصوبو بشپړېدو څخه به معاشي استحكام ترلاسه شي چې ورسره به د پاكستان دفاع مضبوطه شي٬ مېنځني اسيائي رياستونو او مېنځني ختيز هېوادونو سره تجارتي روابط زياتولو څخه به پاكستان منطقه كښې د يو اقتصادي قوت په توګه رامخې ته شي۔ده دا خبرې د پاكستان دفاع ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړې كومه چې (نن) د نهې په ورځ لمانځلې شي۔ وزیراعظم ووئيل دا ورځ به د پاكستان په تاريخ كښې ځلانده او تل ياد ساتلې شي ٬ په دې ورځ زمونږ مېړني پوځ قام سره اوږه په اوږه د دښمن عزائم خاورې كړي وو او دا پېغام ئې وركړې چې مونږ د خپلې آزادۍ په حفاظت پوهېږو او په يقينې توګه د پوځ ځوانانو او د افسرانو قربانيو زمونږ آزادي ژوندۍ ساتلې ده چې ټول قام ورته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ده ووئيل مونږ د خپل پوځ په پېشه وره صلاحيتونو ٬ جرات مېړنتوب او د جدت په سفر وياړ لرو۔ وزیراعظم ووئيل د نړۍ په تندۍ سره بدليدونكې وضعه٬ كورني او بهرني سازشونه او د ترهه ګرۍ غوندې چېلنجونه قام څخه خپلو صفونو كښې د يوالې په ځائ ساتلو او دفاعي صلاحيت كښې د زياتوالي تقاضا كوي۔ده ووئيل مونږ په دې خبره وياړ لرو چې مونږ په دې لړ كښې كومه بې غورې نه ده كړې او دفاع او وسله وال ځواكونه د سباٶن جديدو تقاضو سره موافقه لري او په جديدو وسلو كښې مو هم خود انحصاري ترلاسه كړې ده۔ ده ووئېل حتف میزائل سېریز، الخالد او الضرار ټانك ، جے اېف 17 تھنډر جنګي الوتكې ٬ ، آګسټا سمندري بېړۍ او د ټولو نه زيات زمونږ اتومي صلاحيت زمونږ د قوي دفاع علاماتونه دي ٬د دې قوي دفاع د لارې مونږ سوئيلي آسياء كښې د طاقت توازن په ځائ ساتلو سره مونږ په اصل كښې منطقه كښې امن په ځائ ساتلے۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل دې كښې هېڅ شك نشته چې اقتصادي پرمختګ هم د هېواد دفاع لپاره ډېر ضروري دے ٬ مونږ هم دې پلو پاملرنه كړې او په دې لړ كښې سي پېك مېګا پراجېكټس او د دې نه علاوه د توان او انفراسټركچر منصوبې د اهميت وړ دي وزیراعظم ووئيل زه په دې تاريخي موقع په مقبوضه كشمير كښې د هندي بربريت هم غندنه كوم۔ وزيراعظم په سپينو ټكو ووئيل د كشمير پحقله زمونږ دريځ واضحه دے او د كشالې يوازنې د خبرو د لارې هوارې به د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې وي او په ظلم او زياتي د كشميريانو غږ غلې كېدې نشي او نه دوي د خپلواكۍ حق نه محرومه ساتلې كېدې شي ٬ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي ۔وزيراعظم د هېواد شهيدانو او غازيانو ته پېروزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې د پاكستان سالميت ٬ عزت او د بقاء په خاطر به د هر ډول قربانۍ نه ډډه ونه كړو۔