چلي كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول

سنتياګو 27 جولائي (اے پي پي) د چلي په سوئيلي برخو كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي ۔په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6 رېكارډ كړې شوې۔د ځائي موسمياتو څانګې له مخې د زلزلې مركز پايه تخت سنتياګو څخه 400 كلوميټره لرې او 14.6 كلوميټره ژور ٶ۔د زلزلې له امله په سمدستي توګه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې او نه د سونامي وارننګ جاري كړې شوې دې ۔