نيپال٬ د پشكال بارانونو او سېلاب امله د خاورو كمر خوئېدو په نتيجه كښې 39 كسان مړ

كهټمنډو 27 جولائي (اے پي پي) نيپال كښې د پشكال بارانونو او سېلاب امله د خاورو كمر خوئېدو په نتيجه كښې 39 كسان مړه او 22 بې دركه شوي دي ۔د ميډيا راپور له مخې د پشكال بارانونو امله د سېلاب ٬ خاورو كمرو خوئېدو او خونو ړنګېدو ګڼ شمېر پېښې رامخې ته شوې چې پكښې 39 كسان مړه او 22 بې دركه شوې دي۔د داخله وزارت وياند له مخې كهټمنډو كښې د سكول ودانۍ يوه برخه لوېدو په سوب 2 ماشومان مړه شوي٬ دغسې د ګل ورځ نه تراوسه 39 كسان مړه او 22 بې دركه شوې۔د بې دركه كسانو لټون لپاره كاروائي روانه ده۔د يادونې وړ ده قطې نيپال كښې د پشكال په موسم هر كال د سېلاب او خاورو كمرو لوېدو له امله په لويه كچه مرګ ژوبله رامخې ته كېږي۔