په جمو كښې د هند د ريزرو پوليسو كانسټېبل ځان ووژلو

جمو 22 جولائي (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د هند د ريزرو پوليسو كانسټېبل په جمو ښار كښې ځان وژلې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې كانسټېبل وجے كمار كوم زهرجن څيِز خوړلو سره خپل ځان وژلې دے او دې سره په مقبوضه كشمير كښې د جنورې كال 2007م نه تر اوسه د ځان وژونكو هندي عسكرو او پوليسو شمېره زياتېدو سره 363 ته رسېدلې