فتح اللہ ګولن ترکیه كښې د ناكامه بغاٶت ذمه وار وګرځولې شو

انقرہ 18 جولائي (اے پي پي) ترکیې په ښكاره توګه فتح اللہ ګولن د ناكامه بغاٶت ذمه وار ګرځولو سره وئيلي دي ترهه ګرو ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي۔د خارجي ميډيا له مخې د تركيې خارجه وزارت خپل يو بيان كښې وئيلي دي په دې كښې شك نشته چې دا ناكامه بغاٶت د فتح اللہ ګولن ترهه ګر تنظيم كړې ٶ او زمونږ حكومت د دې ترهه ګرې ډلې او د دوي د مشرانو عزائم او فعاليتونه پرله پسې بې نقابه كړې دي۔ بيان كښې وئيلي شوې ناكام بغاٶت د دې تنظيم اوسنې مجرمانه فعل دے چې د فتح الله ګولن د ترهه ګري عكاسي كوي ۔د يادې شوې ترهه ګرې ډلې په ضد د عملياتو په نتيجه كښې د شپږ زرو نه زيات كسان نيولي شوې او د سل نه زيات كسانو مړي هم ترلاسه كړې شوې ۔بيان كښې زياته كړې شوې چې په دې پېښه كښې 190 وګړي مړه او 1400 څخه زيات ژوبل شوې دي۔په بغاٶت كوٶنكو كښې ككړ 8 كسان د چورلكې د لارې يونان ته تخښتېدلې٬ د كومو نيولو له به چې ضروري ګامونه پورته كولې شي۔