لاهور ۔ 8 اكتوبر )اے پي پي) د ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 م ورځې رانزدې كېدونكې دي ٬ دا ميله به د 18 مارچ نه تر 2 مئ 2027 دوام لري ۔ ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 به پرله پسې په دوېم ځل د 8 لوبډلو تر مينځه كېږي ٬ دغسې د ايچ بي ايل پي ايس ايل ګورننګ كونسل او د فرنچائز د …
د ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 م مېچونه به د 18 مارچ نه تر 2 مئ 2027 روان وي ٬ د پي سي بي وياند
مزید خبریں
لاهور ۔ 8 اكتوبر )اے پي پي) د ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 م ورځې رانزدې كېدونكې دي ٬ دا ميله به د 18 مارچ نه تر 2 مئ 2027 دوام لري ۔ ايچ بي ايل پي ايس ايل 12 به پرله پسې په دوېم ځل د 8 لوبډلو تر مينځه كېږي ٬ دغسې د ايچ بي ايل پي ايس ايل ګورننګ كونسل او د فرنچائز د مشاورت نه پس د تورنامنټ ونډو فائنل كړې شوې ده۔ د پي سي بي وياند تر مخه ايچ بي ايل پي ايس ايل د ګورننګ كونسل غونډه په وړومبي ستمبر لندن كښې شوې چې پكښې د ټولو اته واړو فرنچائزر مالكانو او استازو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د ليګ د راروان سېزن پشمول په بېلا بېلو چارو مشاورت شوے ۔ د ايچ بي ايل پي ايس ايل 11 م كښې په وړومبي ځل د پليئر ډرافټ په ځائے پليئر آكشن معارفي كړے شو ٬ او د سېزن په فائنل كښې قذافي اسټېډيم كښې 32 زره 460 تماشګيرو رېكارډ ګدون رامخې ته شو۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي وېنا ده ايچ بي ايل پي ايس ايل 11 م نړۍ ته د ليګ صلاحيت وښودلو ٬ سيزن كښې په زړه پورې لمحات او رېكارډ رامخې ته شول او د براډ كاسټنګ نوے رېكارډ هم جوړ شو۔ د هغه وېنا وه د يو په زړه پورې ايچ بي ايل پي ايس ايل سيزن لپاره عزم لرو۔










