د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د پاكستان درې ورځنۍ سركاري دوره مكمل شوه

  اسلام آباد۔08 اكتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د 6 نه تر 8 اكتوبر 2026 د پاكستان درې ورځنۍ سركاري دوره بشپړېدو نه پس د پاكستان څخه روان شو۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د دورې په مهال د پاكستان مشرتابه او اعلٰی چارواكو سره په پراخه پيمانه ملاقاتونه او خبرې اترې كړي۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د …

 

اسلام آباد۔08 اكتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د 6 نه تر 8 اكتوبر 2026 د پاكستان درې ورځنۍ سركاري دوره بشپړېدو نه پس د پاكستان څخه روان شو۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د دورې په مهال د پاكستان مشرتابه او اعلٰی چارواكو سره په پراخه پيمانه ملاقاتونه او خبرې اترې كړي۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د اكتوبر په 6مه نيټه نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره ملاقات وكړو ۔په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ملګرو ملتونو چارټر مقاصدو و اصولو٬ګڼ اړخيزه نظام او د خبرو اترو و سفارتكارۍ د لارې د شخړو امناكه هواري لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔ده سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان روانې سفارتي هڅې هم رامخې ته كړې ۔وزيراعظم و خارجه وزير د جمو و كشمير شخړې په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس هيلو له مخې د كشمير مسئلې منصفانه او امناكه حل لپاره د پاكستان د غوښتنې پخلے وكړو ۔دوي سېكرټري جنرل د هند لخوا  د سندھ طاس لوظ نامې په يو اړخيزه توګه  د معطل كولو پريكړې څخه هم خبر كړو  كومه چې د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د فلسطين اولس او حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د هغوي جائز هلو ځلو له  د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ هم پخلے وكړو ۔دواړو لارښودو د افغانستان او ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتيا٬تل پاتې پرمختګ٬موسمياتي بدلون او  د ګڼ اړخيزه نظام سباؤن په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دغس ېسېكرټري جنرل د اكتوبر په 6مه نيټه صدر مملكت آصف علي زرداري سره هم ملاقات وكړو ۔د ملاقات نه پس په ايوان صدر كښې خاص دستوره وشوه چې پكښې صدر مملكت د نړيوال امن و پرمختګ لپاره د هغه ځانګړې نړيوالې خذمات او كردار په اعتراف كښې سېكرټري جنرل ته نشان امتياز وركړو ۔د اكتوبر په 7مه نيټه سېكرټري جنرل د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات وكړو او د سيمه ايز او نړيوال اهميت چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د دورې په مهال سېكرټري جنرل چيف آف ډيفنس فورسز و چيف آف آرمي سټاف او داخله وزير سره هم ملاقاتونه وكړل ۔د خپلو ملاقاتونو په مهال سېكرټري جنرل د ملګرو ملتونو لپاره د پاكستان د ډېرې مودې خذمات وستائېل چې پكښې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې د پاكستان مهم كردار او مكالمه ٬ثالثي او د نړيوالې مرستې ودې لپاره هڅې شاملې دي۔سېكرټري جنرل اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو ملټري آبزرور ګروپ ان انډيا اينډ پاكستان(يو اين ايم او جي آئي پي)هيډكوارټرز هم دوره وكړه او د نېشنل ډيزاستټر مينجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے( بريفنګ كښې يې ګډون وكړو چرته چې هغه د آفتونو مخ نيوي  له د چمتوالي نيولو  او د وخت نه وړاندې د خبرداري نظام په څانګو كښې د پاكستان پېشرفت نه خبر كړو۔د اكتوبر په 7مه نيټه سېكرټري جنرل فارن سروس اكيډمۍ كښې”بدلېدونكې نړۍ كښې د ګڼ اړخيزه نظام استحكام:جغرافيائي سياست او د ملګرو ملتونو كردار”په موضوع خاص مذاكره كښې د خاص مېلمه  په حېث ګډون وكړو ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د مېلمه هركلي كولو سره ووئيل چ سېكرټري جنرل د پاكستان سره د خپل پخواني تړون ذكر كولو سره د پاكستاني اولس سخاوت٬استقامت او په يو والي رڼا واچوله  او د ملګرو ملتون لپاره په دوه لسيزو اډانه خپل خذمات٬چې پكښې د ملګرو ملتونو كډوالو هائي كمشنر په حېث سره خذمات هم شامل دي او د تجرباتو حواله وركړه ۔دا دوره د ملګرو ملتونو سره د پاكستان د اوږدې شراكتدارۍ د پخلي او په سيمه ايزه او نړيواله كچه د شوې پېشرفت په اړه هم د خيالاتو څرګندونې يو موقع ثابت شوه ۔۔