ترهګر به په هېواد كښې  ناامنۍ خپرولو او ناوړه عزائمو كښې کاميابېدو ته پرې نه ږدو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج  خلاف په کامياب کارروائيو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلكارو ستائنې كولو سره ووئيل  ترهګر به په هېواد كښې د ناامنۍ خپرولو او   ناوړه عزائمو كښې کاميابېدو ته پرې نه  ږدو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په دې کارروائۍ …

 

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج  خلاف په کامياب کارروائيو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلكارو ستائنې كولو سره ووئيل  ترهګر به په هېواد كښې د ناامنۍ خپرولو او   ناوړه عزائمو كښې کاميابېدو ته پرې نه  ږدو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په دې کارروائۍ د فتنه الخوارجو د 4 مهمو کمانډانو پشمول د 9 ترهګرو په وژلو د امنيتي  ځواكونو د اسفرانو او ځوانانو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل  د شمالي وزيرستان په پلنګ زئي، نديم کوټ او کوټ خضري سيمو كښې د فتنه الخوارج  په ضد مؤثر کارروائۍ شوې دي٬ د  فتنه الخوارجو په ضد د امنيتي ځواكونو کاميابې کارروائۍ د ترهګرو تر بشپړه خاتمې لپاره د پاكستسان د غېر متزلزل عزم عكاس دي۔ ده ووئيل  امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ خاتمې او د هېواد تل پاتي امن لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كوي