ليونل ميسي د اوښكو سره نړيوال فټ بال ته په مخه ښه اووې٬  پخپل وروستي مېچ كښې يې يادګار ګول وكړو

  بيونس آئرس۔ 07 اكتوبر (اے پي پي)  د ارجنټائن  نړيوال نوم لرونكے فټ بالر  ليونل ميسي د 21 كلنه نړيوال كيريئر  نه پس  د انټر نېشنل فټ بال نه رېټائرمنټ واغست۔ د اي ايس پي اين تر مخه  په بېونس آئرس  كښې د بېنن خلاف  په شوي 208 م او وروستي  مېچ كښې  39 كلنه ليونل ميسي د غوره كاركردګۍ په ښودولو  1 ګول وكړو  او په 2 ګولونو …

 

بيونس آئرس۔ 07 اكتوبر (اے پي پي)  د ارجنټائن  نړيوال نوم لرونكے فټ بالر  ليونل ميسي د 21 كلنه نړيوال كيريئر  نه پس  د انټر نېشنل فټ بال نه رېټائرمنټ واغست۔ د اي ايس پي اين تر مخه  په بېونس آئرس  كښې د بېنن خلاف  په شوي 208 م او وروستي  مېچ كښې  39 كلنه ليونل ميسي د غوره كاركردګۍ په ښودولو  1 ګول وكړو  او په 2 ګولونو كښې يې معاونت وكړو د كومو په سبب چې ارجنټائن  د 0۔3  په حساب بريا تر لاسه كړه۔د 85 زره نه زياتو تماشګيرو   او ملګرو  لوبغاړو  ليونل ميسي ته په جذباتي  ډول  پېرزوئنې وړاندې كړې او  د وروستي مېچ يادګاري جوړولو لپاره يې  د هغه نعرې اووهلې۔ د وروستي  ګول كولو سره د خپلې قامي ډلې لپاره د ليونل ميسي د ګولونو شمېره 126 ته ورسېده۔  په ارجنټائن د كوپا امريكا او په 2022 كښې  د نړيوال جام ګتونكے ليونل ميسي  د قامي ډلې تر ټولو زياتو مېچونو كونكے  او تر ټولو زياتو ګولونو كونكے  لوبغاړے هم دے۔ خپل خطاب كښې هغه ووئېل   زه به د قامي ډلې شرټ او خپل كتونكې ډېر يادووم   او د خپلې دلې به عمر له ملاتړ كوم۔ د وروستي مېچ نه پس  د لوبغاړلي د بره  د ډرون شو هم وړاندې كړې شوه چې پكښې د هغه د كيريئر غوره لمحات  وښودلے شول۔