اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د استاذانو نړيواله ورځ د اكتوبر په 5مه نيټه لمانځلې شوې چې مقصد ئې د استاذانو مقام٬ حقونه او مسئلو ته پام راګرځول دي٬ د استاذانو نړيواله ورځ يوازې په رسمي توګه لمانځلې كېدونكې يوه رسمي ورځ نه ده بلكې د دې په شا ډېرې تاريخي هلې ځلې او نړيوال تعليمي سوچ موجود دے٬ په 5م …
د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د استاذانو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د استاذانو نړيواله ورځ د اكتوبر په 5مه نيټه لمانځلې شوې چې مقصد ئې د استاذانو مقام٬ حقونه او مسئلو ته پام راګرځول دي٬ د استاذانو نړيواله ورځ يوازې په رسمي توګه لمانځلې كېدونكې يوه رسمي ورځ نه ده بلكې د دې په شا ډېرې تاريخي هلې ځلې او نړيوال تعليمي سوچ موجود دے٬ په 5م اکتوبر كال 1966 كښې په پېرس كښې يو خاص نړيوال حكومتي كنفرنس شوے چې پكښې نړيوالې ادارې يونېسکو د استاذانو حېثيت پحقله يو مهم سفارش منظور كړے چې پكښې د استاذانو حقونه او ذمه وارو، ابتدائي تربيي او نور تعليم، بھرتي، ملازمت او د تدريس و تعليمي ماحول معيار په اړه اصول وضع كړے شوي چې مقصد ېې د ګردې نړۍ استاذانو پېشې ته په رسمي توګه حيثيت او ضروري تحفظ وركول وو٬ په كال 1994 كښې په وړومبې ځل په 5م اكتوبر د استاذانو نړيوالو ورځ لمانځلې شوې وه۔ سږ كال د استاذانو نړيواله ورځ په دې اعتبار سره هم خاص اهميت لري چې سږ كال د 1966 د تاريخي آئي اېل او او د يونيسکو د سفارشاتو 60 كاله بشپړېږي٬ سږ كال د نړيوالې ورځ موضوع “استاذانو سره اودرېدل: د پېشې تحفظ٬ د دوي مقام زياتول او د خپل سباون جوړولو 60 كاله” ټاكلې شوې ده ۔ د نړيوالې ورځ په مناسبت سره په ګرد هېواد كښې په سركاري٬ غېر سركاري٬ رفاعي او د سماجي ادارو په اهتمام كښې پروګرامز او د ستورو پشمول پرنټ او په اليکټرانك ميډيا خاص ضميمې او پروګرامونه خپور او شائع كړے شوي دي











