برآمدات  كښې پرله پسې زياتوالے هېواد لپاره خوشبينه ده۔ خرم شهزاد

  اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكارخرم شهزاد وئيلي دي برآمدات كښې پرله پسې زياتوالے هېواد لپاره خوشبينه دے ځكه چې دې سره نه يوازې د زرمبادله په آمدن كښې زياتوالے كېږي بلكې معيشت په برآمدات اډانه تل پاتې پرمختګ پلو روانولو كښې هم مرسته ترلاسه كېږي۔ خپل اېکس پوسټ كښې ده ووئيل  د هېواد په وړومبو دريو مايشتو كښې د هېواد په برآمدات …

 

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكارخرم شهزاد وئيلي دي برآمدات كښې پرله پسې زياتوالے هېواد لپاره خوشبينه دے ځكه چې دې سره نه يوازې د زرمبادله په آمدن كښې زياتوالے كېږي بلكې معيشت په برآمدات اډانه تل پاتې پرمختګ پلو روانولو كښې هم مرسته ترلاسه كېږي۔ خپل اېکس پوسټ كښې ده ووئيل  د هېواد په وړومبو دريو مايشتو كښې د هېواد په برآمدات كښې 10.8 فيصد زياتوالے او په ستمبر كښې په برآمدات كښې په كلنه بنيادونو 17.6 فيصد زياتوالے راغلے دے ٬ د جولائي نه تر ستمبر كال 2026 په مهال د هېواد د څيزونو حجم 8.42 اربه ډالره ريکارډ شوے دے كوم چې د تېر مالي كال په دومره موده كښې د 7.60 اربه ډالر په مقابل كښې نزدې 82 کروړ ډالره زيات دے٬ په ستمبر 2026 كښې د هېواد برآمدات 2.94 اربه ډالره وٶ كوم چې د تېر كال ستمبر كښې د 2.50 اربه ډالرو  په مقابل كښې 17.6 فيصده زيات دي دغسې په اګست 2026 كښې د 2.53 اربه ډالرو د برآمدات په مقابل كښې په ستمبر كښې په مياشتني بنيادونو هم برآمدات كښې 16.1 فيصد زياتوالے  ريکارډ شوے دے