مدینه منورہ ۔5 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ په رياض كښې مكه جوائنټ ډیفنس اېګریمنټ غونډه كښې له ګډون كولو څخه وړاندې مدينې منورې ته ورسېد۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير ٬ په جده كښې د پاكستان قونصل جنرل ٬ د سعودي خارجه وزارت د مدینې برانچ ډي …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار مكه جوائنټ ډيفنس اېګريمنټ غونډه كښې له ګډون نه وړاندې روضه رسول (ص) ته حاضري

مزید خبریں
مدینه منورہ ۔5 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ په رياض كښې مكه جوائنټ ډیفنس اېګریمنټ غونډه كښې له ګډون كولو څخه وړاندې مدينې منورې ته ورسېد۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير ٬ په جده كښې د پاكستان قونصل جنرل ٬ د سعودي خارجه وزارت د مدینې برانچ ډي جي او سعودي رائل پروټوكول نائب وزيراعظم ته هركلے اووې۔ نائب وزیر اعظم روضہه رسول (ص) ته حاضري وكړه او د پاكستان امن ٬ سوكالۍ ٬ د اولس او اسلامي نړۍ خېر ښېګړې سره سره يۍ امن او استحكام لپاره دعاګانې وكړې۔ اسحاق ډار احد غر ته هم لاړو چرته چې هغه د احد شهيدانو ته پېرزوينې وړاندې كړې او دعاګانې يۍ وكړې۔ دغې څخه وروستو نائب وزيراعظم رياض ته روان شو چرته به چې هغه د سټرېټجک پولیټیکل اېنډ ډیفنس کمېټۍ غونډه كښې ګډون كوي۔ په غونډه كښې به د دفاع وزير خواجه آصف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر هم ګډون كوي۔ د سعودي عربستان او تركيه اعلی چارواكي به هم په دې موقع موجود وي











