اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري وئيلي دي د معیاري زده کړو او ځوانانو ته د فرصتونو زیاتولو لپاره د تدریس د څانګې پیاوړتیا اړینه ده ٬ د روان دور د غوښتنو له مخې به د استاذانو تعليم ٬ پېشه ور پرمختګ او همكاره تدريسي چاپېريال كښې پرله پسې سرمايه كاري كول وي ، د ښوونكي او زده كونكي ترمينځه بنيادي تعلق په ځاې ساتلو سره به استاذانو …
معیاري زده کړو او ځوانانو ته د فرصتونو زیاتولو لپاره د تدریس د څانګې پیاوړتیا اړینه ده: د استاذانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ولسمشر آصف علي زرداري پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري وئيلي دي د معیاري زده کړو او ځوانانو ته د فرصتونو زیاتولو لپاره د تدریس د څانګې پیاوړتیا اړینه ده ٬ د روان دور د غوښتنو له مخې به د استاذانو تعليم ٬ پېشه ور پرمختګ او همكاره تدريسي چاپېريال كښې پرله پسې سرمايه كاري كول وي ، د ښوونكي او زده كونكي ترمينځه بنيادي تعلق په ځاې ساتلو سره به استاذانو سره د نوې ټېكنالوجۍ په كارولو كښې مرسته كول وي۔ هغه دا خبره د استاذانو نريوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ صدر آصف علی زرداری د دې ورځې په مناسبت د پاكستان په شمول د ټولې نړۍ استاذانو له مباركي وركولو سره تعلیم، بشري پرمختګ او قومي تعمير كښې د هغوي د قدر وړ خذماتو ته پیرزوينې وړاندې كړې۔ ده ووئيل سږ كال ددې نړيوال ورځې اهميت ځكه زيات دې چې دا ورځ د استاذانو مقام سره اړوندو د 1966ء آئی اېل او/یونېسکو سفارشات 60 مې سالګرې په په موقع لمانځلې شي۔ سږ كال ددې ورځ سرليك ” استاذانو سره اودرېدل: تر 60 كلونو ددې پېشې تحفظ او ددې مرتبه زياتولو او د زمونږ د سباؤن تشكيل” د استاذانو اهميت تسليمولو او دوئي سره ضروري مرسته او دوئي ته د موقعو وركولو حاجت په ډاګه كوي۔ ولسمشر ووئيل پاکستان كښې د تعليم معيار ښه كولو او ځوانانو او كوچنيانو له موقعې زياتولو لپاره به د تدرېس څانګه لا پياوړې كول وي۔ ده ووئيل ټېكنالوجي تدريس او د زده كړې عمل كښې مرستيال ثابتدې شي بياهم دا د هغه بشري خصوصياتو متبادل نه شي جوړېدې كوم چې استاذان كلاس روم ته راوړي په كومو كښې چې خواخوږي ٬ لارښوونه اخلاقي تربيه او د زده كونكو پوهولو او متاثر كولو صلاحيت شامل دې۔ صدر مملكت په دې موقع په حكومتونو ٬ تعليمي ادارو ٬ مور پلار ٬ کمیونیټیز، سول سوسائټی او نجی څانګې زور راوړو چې هغه تدريسي پېښه مضبوطولو او ددې قدر ومنزلت زياتولو له په ګډه كار وكړي۔









