اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي چې له امله یې په صوبه کې امنیتي ننګونې مخ په زیاتیدو دي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل يو بیان کې وفاقي وزير ووئيل قوم به د خیبر پښتونخوا حکومت د هغه عناصرو د شهادت لپاره مسؤل وګڼي چې په صوبه کې د …
قوم او پاك پوځ د داخلي او بهرني دښمنانو مقابلې كولو له ثابت قد دې: د دفاع وزير
اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي چې له امله یې په صوبه کې امنیتي ننګونې مخ په زیاتیدو دي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل يو بیان کې وفاقي وزير ووئيل قوم به د خیبر پښتونخوا حکومت د هغه عناصرو د شهادت لپاره مسؤل وګڼي چې په صوبه کې د ترهګریزو پیښو په نتيجه كښې شهیدان شوي دي۔ د دفاع وزیر وویل چې د تحریک انصاف مؤسس په خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ ملاتړ کونکو عناصرو صوبه كښی د پاتې كېدو حمايت وكړو۔ په قومي اسمبلۍ كښې د هغه تقريرونه او ميډيا ريكارډ ددې ګواه دې۔ وفاقي وزير ووئيل په مركز كښی له اقتدار محرومۍ څخه وروستو د پي ټي آئي هر يو وزيراعلی په وفاق بريد وكړو۔ خواجه آصف اسلام آباد د وفاق د وحدت علامت او د 25 كروړ پاكستانيانو شناخت وګرځولو۔ ده ووئيل د پاکستان اولس او زړور وسله وال ځواکونه د هر داخلي یا بهرني دښمن سره په مقابله کې ثابت قدم دي.










