د ګورنر فيصل كريم كنډي د شهيد پوليس کانسټيبل شاه مست خان په جنازه كښې ګډون

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي چمکنۍ تهاڼې ته نزدې مهرګل کلے مېره کچوړۍ كښې تېره شپه د نامعلومه ترهګرو په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلکار کانسټيبل شاه مست خان د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په ملک سعد شهيد پوليس لائن كښې په جنازه كښې د پاك پوځ او پوليس چاراوكو او اهلكار هم موجود ٶ۔ …

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي چمکنۍ تهاڼې ته نزدې مهرګل کلے مېره کچوړۍ كښې تېره شپه د نامعلومه ترهګرو په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلکار کانسټيبل شاه مست خان د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په ملک سعد شهيد پوليس لائن كښې په جنازه كښې د پاك پوځ او پوليس چاراوكو او اهلكار هم موجود ٶ۔ ګورنر د شهيد اهلکار په تابوت د ګلونو څادر خپورولو سره غمژنې كورنۍ او د شهيد ملګرو سره وليدل او د شهيد قربانۍ ته ېې پېرزوينې وړاندې كړې۔ په دې موقع فېصل کريم کنډي د شهيد كورنۍ سره غمرازي كولو سره دوي لپاره د صبر دعا هم وكړه

مزید خبریں