د نائب وزیر اعظم اسحاق ډار تر مشرۍ لاندې د ایس ایس جی سی ایل د ګاز غیر حساب شوو زيانونو په اړه د لوړې کچې کمېټۍ غونډه، په بلوچستان کې د توان د خوندیتوب او د کمپنۍ د عملي او مالياتي پايدارۍ بحالولو په اهميت زور  

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د سوئي سدرن ګېس کمپني لميټډ (اېس اېس جي سي اېل) د زيات شوې غېر حساب شوې زيانونو (يو اېف جي) په مسئله د لوړې كچې كمېټۍ غونډې مشري كړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا دجاري بيان له مخې کميټۍ ته د ادارې نېټ ورك ته د پېښو مهمو  آپريشنل چيلنجز، مالي اثراتو او …

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د سوئي سدرن ګېس کمپني لميټډ (اېس اېس جي سي اېل) د زيات شوې غېر حساب شوې زيانونو (يو اېف جي) په مسئله د لوړې كچې كمېټۍ غونډې مشري كړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا دجاري بيان له مخې کميټۍ ته د ادارې نېټ ورك ته د پېښو مهمو  آپريشنل چيلنجز، مالي اثراتو او د زيات شوې ترسيلي زيانونو په اړه بريفنګ وركړې شو٬ په غونډه كښې د غېر قانوني كنكشنز مخنيوې٬ د پائپ لائن د بنيادي ډهانچې بهتري، د ټېكس وصولۍ كښې اضافه او جائز صارفينو لپاره د ګاز رسنه مستحكم كولو لپاره د تزويراتي اقدامات جاج واخستې شو۔ نائب وزيراعظم/ خارجه وزير په بلوچستان كښې د توان تحفظ باوري كولو سره سره د اېس اېس جي سي اېل اپرېشن او مالياتي پايدارۍ بحالۍ په اهميت زور راوړو۔ ده اړوند چارواكو ته امر وكړو چې د يو اېف جي په زيانونو كښې كمې، د سختو ضابطو نفاذ٬ د اولسي وسائلو تحفظ او اولسي سهولت باوري كولو لپاره هدف او په ټاكلې موده اډانه لائحه دې وضع كړې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خالد حسېن مګسي، علي پروېز ملك، رانا مبشر اقبال، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، داخله او د پټروليم سيکرټريز، د بلوچستان چيف سيکرټري ، او د توان او خارجه وزارت لوړ پورو ګډون كولو۔