معاشي استحکام او د اصلاحاتو تسلسل به په ځائ وي، چارټرآف اکانومي د وخت ضرورت دے، ريکوډک ګيم چينجرمنصوبه ده، د وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې په سږني كال د ټېكس هدفونه ترلاسه كولو سره په هېواد كښې ترلاسه معاشي استحکام تل پاتې او برآمداتو ادانه پرمختګ كښې بدلول، د ډھانچه جاتي اصلاحاتو تسلسل په ځائ ساتل او نجي څانګې ته هر ډول ممكنه سهولت وركول د حكومت په بنيادي ترجيحاتو كښې شامل دے، چارټر آف اکانومي د وخت …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې په سږني كال د ټېكس هدفونه ترلاسه كولو سره په هېواد كښې ترلاسه معاشي استحکام تل پاتې او برآمداتو ادانه پرمختګ كښې بدلول، د ډھانچه جاتي اصلاحاتو تسلسل په ځائ ساتل او نجي څانګې ته هر ډول ممكنه سهولت وركول د حكومت په بنيادي ترجيحاتو كښې شامل دے، چارټر آف اکانومي د وخت ضرورت دے، د سياسي ګوندونو ترمېنځه د معيشت په بنيادي معاملو اتفاق رائے پېدا كېدې شي، يو ورځ معيشت درولو سره نزدې تر 120 اربه روپو معاشي زيان كېدې شي، ريکوډك پاکستان لپاره ګيم چينجرمنصوبه ده۔ د زيارت په ورځ په كراچۍ كښې په اوورسيز انويسټمنټ چيمبر آف کامرس كښې ده ميډيا ته ووئيل چې د اپرېل 2025 نه تراوسه د پاکستان پخپلواكه کريډټ ريټنګ كښې درې ځله بهتري راغلے ده او كه موجوده معاشي سمت په ځائ پاتې شي نو د سږني كال تر پائې يا د راتلونكي مالي كال په ابتدائي دريو مياشتو كښې د پاکستان تر بي پلس ريټنګ د رسېدو توقع ده۔ ده ووئيل چې په سږني كال د ټېكس هدفونه ترلاسه كولو سره په هېواد كښې ترلاسه معاشي استحکام تل پاتې او برآمداتو ادانه پرمختګ كښې بدلول، د ډھانچه جاتي اصلاحاتو تسلسل په ځائ ساتل او نجي څانګې ته هر ډول ممكنه سهولت وركول د حكومت په بنيادي ترجيحاتو كښې شامل دے۔ د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل چې چارټر آف اکانومي د وخت ضرورت دے، د سياسي ګوندونو ترمېنځه د معيشت په بنيادي معاملو اتفاق رائے پېدا كېدې شي، يو ورځ معيشت درولو سره نزدې تر 120 اربه روپو معاشي زيان كېدې شي، ريکوډك پاکستان لپاره ګيم چينجرمنصوبه ده۔ د ريټېلز په ټېكس نېټ كښې د راوستلو په حواله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې معامله تر دريو څلورو مياشتو مشاورت شوے دے، يو شمېر پرېس كنفرنسونه شوي٬ په پارلمان كښې پرې بحث شوې او سوداګرو او کاروباري نمائندګانو سره تفصيلي ملاقاتونه شوي دي

مزید خبریں