کراچی۔1اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اقتصادي ثبات د ټيم ورك او پرله پسې خوارۍ پايله ګرځولو سره وئيلي دي چې ملي اقتصاد اوس په صنعتکارۍ او صادراتو کښې په زياتوالي، متوازن پرمختګ او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته د پام ګرځولو غوښتنه کوي، معيشت مضبوطولو له د نجي څانګې او سرمايه كارانو كردار مهم دے٬ تعميراتي صنعت ته وده وركول د هېو معيشت او روزګار لپاره ضروري دي٬ …
اقتصادي ثبات د ټولنیزو هلو ځلو پایله ده؛ ملي اقتصاد اوس په صنعتکارۍ او صادراتو کښې په زياتوالي، متوازن پرمختګ او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته د پام ګرځولو غوښتنه کوي، پاکستان به د نړۍ په نقشه د یو ځواکمن اقتصاد په توګه راڅرګند شي: وزيراعظم شهباز شريف
کراچی۔1اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اقتصادي ثبات د ټيم ورك او پرله پسې خوارۍ پايله ګرځولو سره وئيلي دي چې ملي اقتصاد اوس په صنعتکارۍ او صادراتو کښې په زياتوالي، متوازن پرمختګ او د کار فرصتونو رامنځته کولو ته د پام ګرځولو غوښتنه کوي، معيشت مضبوطولو له د نجي څانګې او سرمايه كارانو كردار مهم دے٬ تعميراتي صنعت ته وده وركول د هېو معيشت او روزګار لپاره ضروري دي٬ د معاشي حالاتو په بهترۍ كښې د سياسي او عسكري مشرتابه همكاري زياته مهمه ده٬ حكومت په جدي توګه له اوږدې مودې څخه ځنډولې شوې اصلاحات عملي كړي دي، پاكستان به كه پاك پروردګارته منظور وي د نړۍ په نقشه د يو ځواكمن معيشت په توګه رامخې ته شي۔ ده دا خبره ده د زيارت په ورځ د نيا ناظم آباد اپارټمنټس لسټنګ په موقع پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې دستورې ته ورچوئل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران عطاﺀ تارړ، میاں ریاض حسین پیرزادہ او ډاکټر مصدق ملک وزیراعظم سره موجود وو۔ په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب، ګورنر سټېټ بنک آف پاکستان، نوموړي كاروباري لارښود عارف حبیب او د كارپورېټ څانګې مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ وزیراعظم په خپل خطاب كښې وويل پاكستان له به اوس په خپل معيشت كشې پرمختګ ٬ په خاص توګه په برآمدات اډانه ګروتھ ښودل وي۔ ده ووئيل كه پروردګار ته منظور وي پاكستان به د نړۍ په نقشه د يو قوي معيشت په توګه څرګند شي۔ وزیراعظم په نيويارك او لند كښې د خپلې اوسنۍ دورې په مهال نړيوال بېنكارانو او د مالياتي څانګو لارښودو سره د ملاقات حواله وركولو سره ووئيل نړيوالو مالياتي ادارو د پاكستان په ډھانچه جاتی اصلاحات عملدرآمد ستايلو سره ووئيل حکومت سنجيدګۍ سره له اوږدې مودې څخه ځنډولې شوې اصلاحات عملي كړې دي چې ورسره نن په پاكستان كښې زړه راكښونكي حالات ليدلې شي۔ ده ووئيل په نيويارك كښې د آئي اېم اېف اېم ډي سره د ملاقات په مهال هغه ووئيل’’پرائم منسټر، دا نوے پاكستان دے ‘‘۔ د دې په ځواب كښې ما ووئيل د نوې پاكستان نه بلكې دا يوه نوې ډله دې كومې چې په ګډه د پاكستان معاشي حالات سم كړيدي۔ ده ووئيل دا ټيم ورك دې په كوم كښې چې سياسي او عسكري مشرتابه د سترو همكارانو په توګه كار مخ په وړاندې بياييي۔ ده د تعميراتي صنعت ذكر كولو سره عارف حبيب ته نوې ناظم آباد د “رېټ” اسټرکچر كښې په لانچ كولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل حالات هغه وخت بدلېګي كله چې وينه او خوله وبيولې شي٬ شپه او ورځ خواري وكړی شي او پاكستان خپل مقام ته ورسولې شي۔ وزيراعظم يو وارې بيا عارف حبيب له مباركي وركولو سره ووئيل په بجټ كښې كنسټركشن انډسړي لپاره د وركړې شوو مراعاتو نتيجې په مزه مزه رامخې ته كيږي۔ وزيراعظم په خپل خطاب كښې د لېنډ بنك جوړولو منصوبه هم وستايله۔ ده د خزانې وزير ، کابینې غړو ، اېف بی آر او د وفاقي سېكرټرانو په خاص توګه مننه كولو سره ووئيل چې هغوي د معاشي استحكام يو داسې د عمل وړ ماډل جوړ كړے دے كوم چې په نورو څانګو كښې هم كارول كېدې شي او د كوم په نتيجه كښې چې پاكستان د تلپاتي پرمختګ په لاره بېرته راغلې دې۔ د مهمو معاشي اشاريو ذكر كولو سره ده ووئيل پاكستان د 3 اربه ډالر ماليت يورو بانډ اجرا وكړه كوم لپاره چې د 6 اربه ډالر پېشكش ترلاسه شو۔ د سټېټ بنك د زرمبادله پنګې زياتېدو سره 21.4 ارب ډالر او د كمرشل بنكونو 5.5 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔ وزيراعظم شهباز شريف چیف آف ډیفنس فورسز او چیف آف آرمی اسټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د قومي سلامتيا او معاشي پرمختګ په په پرله پسې ملاتړ كولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ هغه ووئيل د داسې مخلصانه او پرله پسې هڅو د لارې به پاكستان د يو مضبوط معيشت په توګه رامخې ته شي او په نړۍ كښی به خپل مقام او نامه ترلاسه كړي۔









