اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حکومت د مشرانو وګړو احترام له شعارونو او خبرونو څخه په پالېسۍ جوړولو، اداره جاتي اصلاحات او په اغېزناكو عملي ګامونو د بدلولو عزم لري٬ صوبائي حكومتونه٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه او نجي څانګه دې د خېر ښیګړې ټولنې جوړولو له مهم كردار ترسره كولو سره د وفاقي حكومت هڅې مؤثره كولو له مرسته وكړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس …
حکومت د مشرانو وګړو درناوې له شعارونو او خبرو څخه په پالیسۍ جوړولو، اداري اصلاحاتو او اغېزناکو عملي ګامونو د بدلولو عزم لري: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حکومت د مشرانو وګړو احترام له شعارونو او خبرونو څخه په پالېسۍ جوړولو، اداره جاتي اصلاحات او په اغېزناكو عملي ګامونو د بدلولو عزم لري٬ صوبائي حكومتونه٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه او نجي څانګه دې د خېر ښیګړې ټولنې جوړولو له مهم كردار ترسره كولو سره د وفاقي حكومت هڅې مؤثره كولو له مرسته وكړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بزرګانو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښی ووئيل د مشرانو نړيوالې ورځې په موقع زه د پاكستان او ګردې نړۍ بزرګانو لپاره د احترام څرګندونه كوم۔ د مشرانو وګړو د قدر وړ خذمات زمونږ په قامي ژوند او د سماجي ٬ معاشي او اخلاقي تشخص په تشكيلولو كښې مهم كردار لري۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د مشرانو وګړو درناوې له الفاظ په پالېسۍ جوړونې، اداره جاتي اصلاحات او اثر پرېباسونكو عملي ګامونو د بدلولو عزم لري۔ په دې لړ كښې حكومت د مشرانو وګړو سماجي او معاشي تحفظ مستحكمولو له يو شمېر اقدامات كړې دي۔ حكومت بزرګ ملازمانو ته د پنشن ادائيګي لا آسانه كړې ده۔ بزرګانو ته كور كښی په پاتې كېدو سره د ډيجيټل تصديق آساني وركړې شوې ده۔ ده ووئيل د اېمپلائز اولډ اېج بینیفټس انسټی ټیوشن (ای او بی آئی) دائره كار پراخه كړے شوے او دې كښې بزرګانو مستحقينو لپاره مرسته شامله ده كومه چې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام لاندې وركولې شي۔ دا اقدامات د بزرګانو احترام او هغوي ته د آسانۍ رسولو حكومتي ترجيحات عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئيل د مشرانو وګړو د سهولت نظام ښه كولو له حكومت په نړيواله تګلاره هم په بشپړ ډول د عمل كولو هڅې كوي په كومه كښې چې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې په مېډرډ انټرنېشنل پلان آف اېکشن آن اېجنګ (اېم آئی پی اے اے) عملدرآمد تر ټولو وړاندې دے۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت په مرسته د روغتيا سركاري نظام كښې مشرانو له د خاص طبي نګهداشت آسانۍ لا مستحكمولې شي۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې موقع د فلاحي ټولنې په جوړولو كښې د صوبائي حكومت ٬ سول سوسائټۍ تنظيمونو او د نجي څانګې كردار هم په ډاګه كول غواړم او اړوندو برخو ته غږ كوم چې هغوي د وفاقي حكومت هڅې مؤثره كولو كښې په زړه پورې مرسته وكړي۔ ده ووئيل زه په خاص توګه ځوانانو ته خواست كوم چې هغوي د خپلو مشرانو عزت او احترام وكړي او د هغوي د خيال ساتلو ځانګړے اهتمام وكړي٬ هم دا زمونږ د ديني تعليمات او كلتور غوښتنه ده۔ ده ووئېل راځۍ چې د خپلو نسلونو ترمينځه رشتې او متقابل احترام لا مضبوط كړو او داسې سماجي سباؤن جوړ كړو په كوم كښې چې د هر عمر وګړو خېر ښیګړه ٬ وقار او تحفظ باوري كړے شي۔









