اسلام آباد۔01 اكتوبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري چین سره د ستراتیژیکې ملګرتیا لا ژورولو لپاره خپل عزم تکرار کړے او وئيلې يۍ دي چین-پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېك) د دواړو هېوادونو ترمنځه د روايتي ملګرتيا او په تلپاتې ستراتیژیکې مرسته د اډانه همكارۍ ښكاره نخښه ده۔ د صدارتي سېكرټرېټ ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چين قامي ورځې په موقع د چين …
صدر مملكت آصف علي زرداري د چين قامي ورځې په موقع خپل همڅنګ شي جن پنګ له د مبارکۍ پیغام کښې د دواړو هېوادونو د اړیکو لا ژورولو عزم تکرار کړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔01 اكتوبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري چین سره د ستراتیژیکې ملګرتیا لا ژورولو لپاره خپل عزم تکرار کړے او وئيلې يۍ دي چین-پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېك) د دواړو هېوادونو ترمنځه د روايتي ملګرتيا او په تلپاتې ستراتیژیکې مرسته د اډانه همكارۍ ښكاره نخښه ده۔ د صدارتي سېكرټرېټ ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د چين قامي ورځې په موقع د چين صدر شي جن پنګ په نامه د مباركۍ خپله چيټۍ كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د سي پېك د اعلی معيار په پرمختګ مشتمل دويم پړاؤ پاكستان او چين لپاره د مصنوعي ذهانت ، نوې کېدونکي انرژي او د ګرين مائننګ په شمول د شريكې ګټې نورو څانګو كښې نوو فرصتونه وړاندې كوي۔ صدر مملكت ووئيل د تېرو 77 كلونو په مهال د چين پرمختګ نه يوازې چينائي اولس بلكې د ګردې نړۍ خلقو له ښكاره اقتصادي او سماجي مېوې رامخې ته كوي۔ هغه د كروړونو خلقو بې وزلۍ څخه ویستلو كښې د چين كاميابي ٬ بشپړ پرمختګ او معياري پېداواري قواؤ ته پام لرنې سره په نړيوالو چارو كښې د چين زياتېدونكے كردار په ډاګه كړو۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان او چين سږ كال د سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښی د يو بل مرسته كړې ده۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان چين سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او صدر شي جن پنګ سره په ګډه د دواړو هېوادونو ځانګړې ملګرتيا مخ په وړاندې بوتللو او د عملي همكارۍ ژورولو عزم لري۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د پاكستان او چين ترمينځه د ملګرتيا او همكارۍ رشتې به لا مضبوطې شي چې ورسره به د دواړو هېوادونو د سوكالۍ ٬ سيمه ايز امن او استحكام ته ودې وركولو له مرسته ترلاسه شي۔








