د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل، منسوخ يا بدلېدے نشي،هند ته به اوبه د وسلې په توګه د كارولو اجازه ورنه كړې شي٬ دا د پاكستان د 24 كروړه اولس بنيادي او مسلمه حق دے۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ

    اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل، منسوخ يا بدلېدے نشي٬ اوبه د پاكستان د 24 كروړه اولس بنيادي او مسلمه حق دے، هند ته به اوبه د وسلې په توګه د كارولو اجازه ورنه كړې شي، پاکستان به د نړيوال قانون له مخې د خپلو قامي مفادات, دفاع …

 

 

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د سندھ طاس تړون په يو اړخيزه توګه معطل، منسوخ يا بدلېدے نشي٬ اوبه د پاكستان د 24 كروړه اولس بنيادي او مسلمه حق دے، هند ته به اوبه د وسلې په توګه د كارولو اجازه ورنه كړې شي، پاکستان به د نړيوال قانون له مخې د خپلو قامي مفادات, دفاع روانه ساتي، د سندھ طاس تړون د  يو اړخيزه بدلون پراخه اثرات ګرده نړۍ كښې د پولې پورې غاړه د اوبو په انتظام مرتب كېدے شي٬ نړيوالې ورورولۍ له به د دې معاملې د حساسيت ادراك كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په انسټيټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد (آئي اېس اېس آئي) كښې “د اوبو د وسلې په توګه كارولو، د سندھ طاس لوظنامې د معطلۍ تاريخي، قانوني و تذويراتي اړخونو ” په سرخط د خاص رپورټ مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ خپله پېژندګلو د اباسين اوبو سره تړلې ګڼو، د سندھ طاس تړون په موقع به د دواړو ډلو ترمېنځه د لاسليك په وخت  دا شايد په تصور كښې هم نه ٶ چې څو لسيزې وروستو به داسې وخت هم راشي كله چې به هند د قانوني تقاضو نه لاعلمه وي او اخلاقي اقدار به نه پېژني۔ ده ووئيل سندھ طاس تړون د شرائطو و ضوابطو د تعين كولو قانوني فرېم ورك دے او د لاسليك نه وروستو په دواړو ډلو په قانوني توګه د نفاذ وړ او لازم دے او چې په لوظنامه كښې دا شرط هم موجود وي دا په يو اړخيزه توګه منسوخ، ختمه يا بدلېدې نشي نو دې سره د پاكستان موقف ته قانون تقويت او جواز ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل لوظنامه خو نه په يو اړخيزه توګه بدلېدې٬ ختمه ٬ منسوخ  او نه معطل كېدې شي٬ د هر شخړې د رامخې ته كېدو په صورت هم ډلې د لوظنامې په شرائطو و ضوابطو د عمل كولو پابند دي۔ ده ووئيل  په اګست 2025  كښې د ثالثۍ نړيوال عدالت د پاکستان دې مؤقف ته قانوني جواز او تقويت وركړو چې د لوظنامې حېثيت په يو اړخيزه توګه بدلولو هڅه نشي كېدې۔ ده ووئيل  د پاكستان حکومت دا معامله په سفارتي ډول مخ په وړاندې بوتللې٬ نړيوالې ورورولۍ سره په رابطه كولو سره خپل قانوني موقف او سفارتي موقف وړاندې كړے شوے او د يو داسې رياست په توګه ئې خپله مقدمه وړاندې كړې كوم چې د نورو د حقونو احترام كوي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې وروستو كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي په 81مې غونډه كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د سندھ طاس تړون د پاکستان او منطقې اولس لپاره  د ساه رګ دے او دا حق د غصب كولو هره هڅه به جنګي اقدام ګڼلے شي۔ ده ووئيل  د سندھ طاس تړون په حواله د پاکستان مؤقف بيخي واضحه دے۔  خارجه دفتر او د اطلاعات او خپرونو وزارت نه يوازې نړيوالو ادارو بلكې د منطقې هېوادونو سره هم په رابطه كښې دي ځكه چې د سندھ طاس تړون په منطقه كښې د امن او استحكام ذريعه ده۔ عطاء الله تارړ ووئيل  هند  د خپلو غېر قانوني اقداماتو دفاع لپاره په ښكاره د پولې پورې غاړه ترهګري د جواز په توګه وړاندې كوي خو پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په زرګونو قربانۍ وركړې دي او د تېرو څو لسيزو راهسې پاكستان ته د 150 اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان رسېدلے دے ۔ ده ووئيل  د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې چې كله د پاكستان وګړې قربانۍ وركوي نو ھغه يوازې د پاكستان تحفظ نه كوي بلكې ګرده نړۍ زياتې محفوظولو لپاره وي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف كردار لوبوي او بلخوا هند چا چې سندھ طاس تړون په غېر قانوني توګه د معطل كولو هڅه كړې او  كاناډا او نورو هېوادونو كښې پرې د سكهانو پشمول د اقليتونو په ضد د ماورائے سرحد قتل و کارروايو تورونه هم لګېدلې دي۔ وفاقي وزير ووئيل  اوبه وسله جوړول او د سندھ طاس تړون په اړه  د شخړې پېدا كولو هڅه د غندنې وړ ده او دا په قانوني، سفارتي يا اخلاقي كچه جائز نشي ګرځېدې۔ ده ووئيل  سندھ طاس تړون په اړه د پاکستان مؤقف واضحه دے او يو شمېر هېوادونو د پاكستان د موقف تائيد كړے دے٬ كله چې هم دا معامله په نړيواله كچه قانوني فورمز ته وړاندې كړې شوې نو هلته هم د پاکستان مؤقف ته تقويت ترلاسه شوے دے۔ د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ ووئيل  پاکستان يو سوله ايز هېواد دے او په امن باور لري خو هند له اوبه د وسلې په توګه د كارولو اجازه به ورنه كړي ځكه چې دا د پاكستان د 24 كروړه اولس بنيادي او مسلمه حق دے۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له په دې معامله موجود پراخه مثال تر نظره ساتل وي ٬ كه يو هېواد د  شخړو  هواري له د متفقه طريقه كار لرلو باوجود يو پابند نړيوال ابي تړون په يو اړخيزه توګه معطل كولې شي نو د دې اثرات د ګردې نړۍ د پولې پورې غاړه د اوبو انتظام او د وېش تر نظام  خپرېدے شي٬ د دې په ھغه هېوادونو كښې هم اثرات مرتب كېدے شي د چا تر مېنځه چې د اوبو د وېش په اړه لوطنامې موجود دي، دې لپاره د انسټيټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد کار مهم دے،  ده ووئېل د تحقيقي ادارو ذمه داري ده چې دوي د داسې پېشرفت تاريخي، قانوني او تذويراتي جاج اخستو سره پاليسي سازو او نړيوالې ورورولۍ ته په شواهدو اډانه تجزيه وړاندې كړي۔ ده ووئيل د سندھ طاس تړون په اړه جاري كېدونكے خاص رپورټ  په دې بحث كښې مهم كردار لوبوي چې پكښې د سندھ طاس تړون  د تاريخ، د هندي پرېكړٶ د قانوني اړخونو ٬ په جګو سيمو كښې د آبي انفراسټرکچر پحقله پېشرفت او د پاکستان پشمول ګرده منطقه كښې د دې د تذويراتي اثرات جاج اغستے شوے دے۔ ده واضحه كړه چې د پاكستان حكومت به نړيوالې ورورولۍ سره رابطې روانې ساتي او د نړيوال قانون له مخې به پاکستان د خپلو مهمو قامي مفاداتو دفاع كوي٬  ده ووئېل كوم هېوادونه چې د نړيوال قانون پالنه نه كوي ھغوي پرمختګ نشي كولې او د ھغوي  عزائم نړۍ ښه لېدلې نشي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د ثالثۍ عدالت كښې هند شرمنده شوے دے ھغه هر چا ليدلے٬ وفاقي وزير د خاص رپورټ په جاري کولو د انسټيټيوټ آف اسټريټجک اسټډيز اسلام آباد مننې كولو سره ووئيل  د پاكستان حكومت دې مقصد لپاره ادارې سره د مسلسل كار كولو خوښي لري