اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د اېس سي او مشترکه وژن په عملي مرسته او كوټلو نتيجو بدلولو ته اړتيا ده۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبرې په خارجه وزارت كښې د اېس سي او غړو هېوادونو نيشنل کوآرډينيټرز سره سره د اېس سي او …
د اېس سي او مشترکه وژن په عملي مرسته او كوټلو نتيجو بدلولو ته اړتيا ده۔ اسحاق دار

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د اېس سي او مشترکه وژن په عملي مرسته او كوټلو نتيجو بدلولو ته اړتيا ده۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبرې په خارجه وزارت كښې د اېس سي او غړو هېوادونو نيشنل کوآرډينيټرز سره سره د اېس سي او سيکرټر يټ او د اېس سي او آر اے ټي اېس سينئر استازو سره وكړې۔ د پاکستان په مشرۍ كښې د نيشنل کوآرډينيټرز کونسل په وړومبۍ غونډه كښې د نيشنل کوآرډينيټرز هركلي كولو سره سنېټر اسحاق ډار ووئيل پاکستان د اوپن٬ جامع او ګټورې مشرۍ لپاره د عزم پخلے كوي٬ كوم چې په شريك باور، مفادات، مساوات، مشاورت او د ګډې پرمختګ په “شنګھائي اسپرټ” اډانه دے۔ ده ووئيل د پاکستان د مشرۍ موضوع د “وژن په عمل بدلول٬کنيکټيويټي، جدت او مشترکه خوشحالي” رامخې ته كولو سره په خبره زور راوړو چې د اېس سي او مشترکه وژن دې په عملي مرسته او كوټلو نتيجو بدل كړے شي۔ ده په كال 2027 كښې په اسلام آباد كښې د اېس سي او کونسل آف هيډز آف اسټيټ د كوربتوب د چمتوالي نيولو ذكر هم وكړو او د كاميابې مشرۍ باوري كولو لپاره ئې د غړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې مرستې په ضرورت زور راوړو











