د اړان پاکستان له مخې هارپو پن بجلي منصوبه، د ګلګت بلتستان د توان او معاشي ترقۍ لپاره هم پېشرفت

  اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان غرئيزه سيمه كښې د توان حاجت ترسره كولو او ځائي معاشي هلو ځلو ته ودې وركولو لپاره د 34.5 ميګاواټ هارپو هائيډرو پاور منصوبه مهم پېشرفت دے، كومه چې د 34 اربه 30 کروړه روپو په مجموعي لګښت  منظور كړې شوې ده٬ سکردو سره نزدې جوړېدونكې دا منصوبه به ځائي آبي وسائلو څخه ګرين او د باور وړ بجلي …

 

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان غرئيزه سيمه كښې د توان حاجت ترسره كولو او ځائي معاشي هلو ځلو ته ودې وركولو لپاره د 34.5 ميګاواټ هارپو هائيډرو پاور منصوبه مهم پېشرفت دے، كومه چې د 34 اربه 30 کروړه روپو په مجموعي لګښت  منظور كړې شوې ده٬ سکردو سره نزدې جوړېدونكې دا منصوبه به ځائي آبي وسائلو څخه ګرين او د باور وړ بجلي پېدا كولو سره سره تعليم، صحت، کاروبار او د سېلګرۍ څانګو ودې لپاره مرستياله ثابت شي٬ د منصوبې مقصد ځائي آبي وسائل كارولو سره ماحول دوسته او كلين انرژي پېدا كول دي۔ د منصوبه بندۍ له مخې  د هارپو پن بجلي منصوبې اهميت يوازې تر اضافې برېښنا پېداوار محدود نه دے بلكې د باور وړ توان رسنې څخه د بجلۍ په لوډشېډنګ كښې كمے٬ د بنيادي اولسي خدمات تسلسل، ځائي کاروباري هلو ځلو ته وده وركول او د روزګار نوې موقعې راپېدا كولو كښې مرسته كولې شي۔ د ګلګت بلتستان په څېر جغرافيائي اعتبار سره غرئيزه سيمه كښې د وان بنيادي ډھانچې ښه والے به ځائي معيشت مضبوطولو او د منطقې د سېلګرۍ او معاشي صلاحيت په كارولو كښې مرستياله ثابتېدے شي٬ د اړان پاکستان ” ارزان او مؤثره توان” ستنو سره همكارا هارپو هائيډرو پاور منصوبه مضبوط، تل پاتې او د موثره بنيادي ډھانچې او د هېواد تر هرې منطقې د پرمختګ خواږه رسولو په ړه د قامي عزم عكاسي كوي