اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف پاك بحريه او ددې مشرتابه ته د نوي آبدوز پي اېن اېس / هنګور د لائيو وېپن فائرنګ په لومړۍ كاميابه تجربه درناوې وړاندې كولو سره مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د اېنټی شپ کروز میزائل د لارې په لرې مسافت پروت هدف درستګۍ سره …
وزيراعظم د نوي آبدوز پي اېن اېس / هنګور د لائيو وېپن فائرنګ په لومړۍ كاميابه تجربه پاک بحريه ته درناوی وړاندې کړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔27ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف پاك بحريه او ددې مشرتابه ته د نوي آبدوز پي اېن اېس / هنګور د لائيو وېپن فائرنګ په لومړۍ كاميابه تجربه درناوې وړاندې كولو سره مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د اېنټی شپ کروز میزائل د لارې په لرې مسافت پروت هدف درستګۍ سره په نخښه كول د پاك بحريه د آبدوز فورس د غېر معمولي آپرېشني چمتوالي٬ پېشه ور مهارت او د جنګ صلاحيت ښكاره ثبوت دے۔ وزيراعظم قومي سلامتيا ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د حكومت د نه كمزورې كېدونكي عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم د چیف آف دی نیول سټاف اېډمرل نوید اشرف او د پی اېن اېس/اېم هنګور د شموليت او د آپرېشنلائزېشن عمل سره د پېوستې ټولې عملې پېشه وره كاركردګي هم وستايله۔








