اسلام آباد۔26ستمبر (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د ډیره اسماعیل خان په درا زنده سیمه کښې د چاودنې له امله د قیمتي انساني ځانونو په زيان ژوره خواشیني څرګنده کړې ده۔ د خالي په ورځ خپل بیان کښې هغه د غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښكاره كړه او د ترهګرو لخوا د بې ګناه وګړو په نښه کول یې په کلکه وغندل۔ يوسف رضا ګيلاني …
سيد يوسف رضا ګيلاني په ډي آئي خان كښې د چاؤدنې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان خواشيني اوښودله
اسلام آباد۔26ستمبر (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د ډیره اسماعیل خان په درا زنده سیمه کښې د چاودنې له امله د قیمتي انساني ځانونو په زيان ژوره خواشیني څرګنده کړې ده۔ د خالي په ورځ خپل بیان کښې هغه د غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښكاره كړه او د ترهګرو لخوا د بې ګناه وګړو په نښه کول یې په کلکه وغندل۔ يوسف رضا ګيلاني ددې عزم پخلې وكړو چې رياستي دارې د ترهګرۍ له منځه وړلو او په دې کښې د ښکیلو عناصرو د عدالت منګولو ته د سپارلو لوظ لري۔ هغه په پیښه كښې په حق رسېدليو شهيدانو له د لوړو درجو ٬ ټپيانو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ هغه اړوندو چارواکو ته هدايت وكړو چې ټپیانو له غوره طبي آسانۍ برابرې کړي۔











