په بهرنیو هیوادونو کښې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په شمول د ټول قوم ویاړ دي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف په امريكا كښې د مېشته پاكستاني ځوانانو پلاويو سره ملاقاتونو كښې خبرې

نیویارک۔24ستمبر  (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې په بهرنیو هیوادونو کې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په ګډون د ټول قوم ویاړ دي او زه په کلکه باور لرم چې د پاکستان قسمت یوازې ځوانان بدلولی شي ٬ د پاکستان په کچه د ځوانانو د ځواکمنولو لپاره د آئي ټي (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او عصري هنرونو د زده کړې په برخه کې ګامونه پورته کیږي۔ …

نیویارک۔24ستمبر  (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې په بهرنیو هیوادونو کې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په ګډون د ټول قوم ویاړ دي او زه په کلکه باور لرم چې د پاکستان قسمت یوازې ځوانان بدلولی شي ٬ د پاکستان په کچه د ځوانانو د ځواکمنولو لپاره د آئي ټي (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او عصري هنرونو د زده کړې په برخه کې ګامونه پورته کیږي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس د رسنیو له څانګې خپره شوې خبرپاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شریف په امریکا کې د مېشتو پاکستانیو ځوانانو له یوه پلاوي سره وکتل۔ په دغه پلاوي کښې د روغتیا، معلوماتي ټېکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او ټولنیزو سوداګرو (سماجی انټرپرینورز) ترڅنګ د بېلابېلو يوتھ اېن جي اوګانو مشران او پروفېشنلز کسان شامل وو۔ وزيراعظم د پلاوي تود هرکلی وکړ او ځوانانو ته یې بلنه ورکړه چې په بېلابېلو برخو کښې د ښه والي لپاره خپلې مشورې او وړاندیزونه وړاندې کړي او د پاکستان د پرمختګ لپاره خپل بشپړ رول ولوبوي۔ ده ووئيل په بهرنیو هیوادونو کې مېشته صلاحیت لرونكي پاکستانی ځوانان زما په ګډون د ټول قوم ویاړ دي او زه په کلکه باور لرم چې د پاکستان قسمت یوازې ځوانان بدلولی شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان په کچه د ځوانانو د ځواکمنولو لپاره د آئي ټي (IT)، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او عصري هنرونو د زده کړې په برخه کې ګامونه پورته کیږي۔ ده ووئيل ما چې د خادم پنجاب دور څخه صلاحيت لرونكو ځوانانو ته د لېپ ټاپ ٬ وظيفو او په معاشي توګه كمزورې زده كوونكو هلكانو او انجونو ته د تعليم يو برابر موقعې وركولو كومه لړۍ پېل كړې وه هغه د خادم پاكستان په دور كښې هم روانه ده۔ ځوانانو ترقۍ او به خاص توګه آئی ټی، انفارمېشن ټېکنالوجی او كاروبارۍ كښې آسانۍ رامخې ته كولو له د اقداماتو په كولو وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په ملاقاتونو كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ، خاص مرستيال بلال بن ثاقب، په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار، امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان احمد شېخ او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں