اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي وزيراعظم شهبازشريف اولس له د ريليف وركولو عمل پخپله څارنه كوي، مشکلو حالاتو كښې به خپل اولس يواځې نه پرېښودلې كېږي ۔ده دا خبره د شورو په ورځ د وزيراعظم په فيول ريليف سکيم عمل درآمد په اړه جهلم كښې د پټرول پمپس دورې په موقع وګړو سره خبرو كښې وكړه۔ …
وزيراعظم شهباز شريف اولس له د ريليف وركولو عمل پخپله څارنه كوي،سختو حالاتو كښې به خپل اولس يواځې نه پرېښودلې كېږي ۔وزير مملکت بلال اظهر کياني

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي وزيراعظم شهبازشريف اولس له د ريليف وركولو عمل پخپله څارنه كوي، مشکلو حالاتو كښې به خپل اولس يواځې نه پرېښودلې كېږي ۔ده دا خبره د شورو په ورځ د وزيراعظم په فيول ريليف سکيم عمل درآمد په اړه جهلم كښې د پټرول پمپس دورې په موقع وګړو سره خبرو كښې وكړه۔ وزير مملکت په هر پټرول پمپ د مسلم ليګ (ن) د اړخه لګولې شوي د رجسټريشن کيمپس دوره وكړه او د ګوند د کارکنانو د اړخه د وګړو مرستي په اړه نظام ئې وكتلو۔ وزير مملکت د وګړو د اړخه په 9771 خپل ځان رجسټر کولو او ټوکن ترلاسه كولو عمل پخپله څارنه وكړه او پخپله ئې هم وګړي رجسټر کړل۔ وزيرمملکت د ټوکن په ترلاسه كيدو د وګړو موټر سائيکلو ته پخپله تيل واچول ، پټرول پمپس او رجسټريشن کيمپس دورې په مهال د جهلم ډپټي کمشنر مير رضا اوزګن نه علاوه د ضلعي انتظاميې او پوليس نور چارواكي هم د وزير مملکت بلال اظهر کياني سره وو۔ وزير مملکت بلال اظهر کياني انتظاميې ته د ډي ايچ کيو او ګورنمنټ کالجز په خوا كښې د وزيراعظم فيول ريليف سکيم رجسټريشن کيمپس لګولو هم سپارښتنه وكړه۔ پاکستان مسلم ليګ (ن) ځائې مشران،لارښود او کارکنان هم د وزير مملکت سره وو چا چې د ګوند د کارکنانو د اړخه په آرزانه بيعه د پټرول وركولو عمل كښې معاونت په اړه خبر كړو









