کشميريانو  پاکستانيت او مسلم ليګ (ن) سره  خپل تړون ثابت کړے،اولس سره په شوو لوظونو عمل درآمد پيل شوے ۔انجينئر امير مقام

  مظفرآباد 23 ستمبر  (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي کشميريانو د پاکستانيت او مسلم ليګ (ن) سره  خپل تړون ثابت کړے،اولس سره په شوو لوظونو عمل درآمد پيل شوے،د مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلیٰ  مريم نواز په مظفرآباد كښې د آزاد کشمير اولس سره چې كوم لوظونو كړې وو، …

 

مظفرآباد 23 ستمبر  (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي کشميريانو د پاکستانيت او مسلم ليګ (ن) سره  خپل تړون ثابت کړے،اولس سره په شوو لوظونو عمل درآمد پيل شوے،د مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلیٰ  مريم نواز په مظفرآباد كښې د آزاد کشمير اولس سره چې كوم لوظونو كړې وو، مسلم ليګ (ن) په دغه لوظونو ولاړ دے،اولس به ډير زر د هغې عملي اثرات او بدلون محسوس کړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده کوهاله پل نه تر مظفرآباد”جيوے پاکستان‘‘ ريلي ګډون كوونكو ته وينا كښې وكړه۔ کوهاله پل ته په راتګ ګڼ شمير وګړو د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې کوهاله پل نه تر مظفرآباد ’’جيوے پاکستان ريلي“ اوېستلې شوه چې پكښې ګڼ شمير ګاړي شامل وو۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام جيوے پاکستان ريلي ته وينا كښې ووئيل زه په ذاتي توګه او د خپل قيادت قائد محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او پنجاب وزيراعلیٰ مريم نواز د اړخه ستاسو منني كولو له راغلے يم،د صحت د مسئلو په وجه زه لګ ليټ شوم خو زه په خاص توګه د کشميريانو منني لپاره راغلے يم چا چې ټاكنو كښې زمونږ په قيادت د باور څرګندونه كړې ۔انجينئر امير مقام ووئيل قائد محمد نواز شريف د آزاد کشمير د چارو پخپله  د څارني د لوظ پخلے كړے ؤ او د ګوند قيادت په خپل هغه لوظي ولاړ دے،قائد مسلم ليګ (ن) محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پنجاب وزير اعلیٰ مريم نواز په مظفرآباد كښې د آزاد کشمير اولس سره كوم لوظونه كړي وؤ، مسلم ليګ (ن) په هغه لوظونو ولاړ دے،اولس به ډير زر د هغې عملي اثرات او بدلون محسوس کړي۔انجينئر امير مقام ووئيل د اولس باور او په مينه مننه كوو،کشميريانو د پاکستانيت او مسلم ليګ (ن) سره خپل تړون ثابت کړے۔وفاقي وزير په راتګ کشمير بنے ګا پاکستان، پاکستان زنده باد، کشمير زنده باد، قائد محمد نواز شريف زنده باد، وزير اعظم شهباز شريف زنده باد، پاك پوځ زنده باد او فيلډ مارشل سيد عاصم منير زنده باد غږونه پورته شول۔لاريون كښې د توان وزير راجه ثاقب مجيد،شفقت علي چوهدري ايډووکيټ، او د ژوند د دبيلو څانګو سره تعلق لرونهكو كسانو ګډون وكړو

مزید خبریں