اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی)اسيا پرمختائي بنک (اے ډي بي) وئيلي دي د پاكستان معيشت په مالي كال 2026 كښې د پرمختګ لړۍ روانه وساتله او اقتصادي شرح نمو د كال 2025 د 3.2 سلنې په مقابله كښې په زياتېدو 3.7 سلنې ته ورسېده او په مالي كال 2027 كښې د دې په ځائے پاتې كېدو طمعه ده۔ دا خبره د اېشيائي بنك لخوا په جاري شوي اېشین ډوېلپمنټ آؤټ …
د پاکستان په معيشت كښې د پرمختګ لړۍ روانه ده، مالي كال 2027 كښې شرح نمو 3.7 سلنې ته د رسېدو طمعه ده: ايشيائي پرمختيائي بنك
اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی)اسيا پرمختائي بنک (اے ډي بي) وئيلي دي د پاكستان معيشت په مالي كال 2026 كښې د پرمختګ لړۍ روانه وساتله او اقتصادي شرح نمو د كال 2025 د 3.2 سلنې په مقابله كښې په زياتېدو 3.7 سلنې ته ورسېده او په مالي كال 2027 كښې د دې په ځائے پاتې كېدو طمعه ده۔ دا خبره د اېشيائي بنك لخوا په جاري شوي اېشین ډوېلپمنټ آؤټ لك رپورټ كښې وكړې شوه۔ په پاكستان كښې د بنك كنټري ډائرېكټر ایما فن ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال پاكستان د كلي معيشت ثبات ترلاسه كولو كښې څرګند پېشرفت كړے دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي پاكستان په اپرېل او مئي 2026 كښې د يورو بانډ او پانډا بانډز اجرا د لارې نړيوال كېپټل ماركيټس ته يو وارې بيا لاس رسنه ترلاسه كړې ده۔ د اے ډي بي له مخې مالی كال 2026 كښې اوسط ګراني 7.1 فیصد پاتې شوه كومه چې په مالي كال 2025 كښې 4.5 فیصد وه۔ په رپورټ كښې د مالي كال 2027 په مهال د اوسط ګرانۍ شرح 8.3 فیصد پاتې كېدو پېشګوئي شوې ده۔










