څوك دې مسلم لیګ (ن) په خېبر پښتونخوا په خاص توګه پېښور كښې لاوارثه نه ګڼي٬ د سياست مطلب اولس سره پاتې كېدل٬ د دوي په مسئلو پوهېدل دي۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ

  پېښور 23 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د پاکستان مسلم ليګ (ن) حکومت د هېواد پرمختګ او اولس په خوشحالۍ پوخ باور لري٬ د پي ټي آئي حكومت خېبرپښتونخوا ته د تباهۍ او بربادۍ نه زيات هېڅ نه دي وركړي، د خېبر پښتونخوا حکومت په اسلام آباد ورختل غواړي٬ صوبائي حكومت دې د صوبې حالت ته پام وكړي۔ ده …

 

پېښور 23 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د پاکستان مسلم ليګ (ن) حکومت د هېواد پرمختګ او اولس په خوشحالۍ پوخ باور لري٬ د پي ټي آئي حكومت خېبرپښتونخوا ته د تباهۍ او بربادۍ نه زيات هېڅ نه دي وركړي، د خېبر پښتونخوا حکومت په اسلام آباد ورختل غواړي٬ صوبائي حكومت دې د صوبې حالت ته پام وكړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پېښور په يونيورسټي ټاؤن كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي جلال خان د دفتر پرانستې په موقع كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع پخوانے ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د خېبر پښتونخوا چارو لپاره  او اطلاعات لپاره کوآرډینیټر اختیار ولي خان، د صوبائي اسمبلۍ غړي جلال خان، طارق خان، بلال خان،  خادم علي یوسفزئے او د ګوند نور مشران هم موجود وٶ۔ وفاقي وزير ووئيل زه په لويه شمېره د اولس د هركلي مننه كوم٬ دلته په موجودګۍ خوشحاله يم٬ وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د غېرتي او زړه ورو خلقو خاوره ده٬ پاكستان لپاره  دوي بلها قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل  د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف په يو شمېر پرمختيائي منصوبو بشپړولو خېبر پښتونخوا ته عزت وركړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف صوبه د خوشحالۍ په لور بوتللو لپاره ډېر ستړې كوي۔ د حکومت د تعليمي اقداماتو حواله وركولو سره وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل په صوبه كښې دانش سکولونه جوړېږي٬ د صوبې اولس د پاکستان مسلم ليګ (ن) په ټکټ صوبائي اسمبلۍ له د ښو غړو انتخاب كړے دے٬ ده په صوبه كښې د دوي  د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل  تحريک انصاف د  جلال خان جلال څخه ېرېږي٬ په پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) تنقيد كولو سره وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل  د پي ټي آئي سياسي بيانيه په سوشل ميډيا په دروغو او چل ول ادانه ده۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حکومت خېبر پښتونخوا ته تباهي او د بربادۍ نه زيات هېڅ نه دي وركړې۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت په اسلام آباد راختل غواړي٬ صوبه كښې ئې اور لګېدلے او دوي لاهور ته رسېدلي۔ ده ووئيل   صوبائي حكومت دې د صوبې حالت ته پام وكړي۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل كله چې به د صوبې اولس پاکستان مسلم ليګ(ن) ته د حكومت موقع وركړي نو ګوند به صوبه د تېز رفتاره ترقۍ په لار روانولو لپاره كار كوي۔ ده ووئيل پاکستان مسلم ليګ(ن) كله هم داسې منفي سياست نه دے كړے لكه څنګه چې پي ټي آئي كوي۔ ده ووئيل  پاکستان مسلم ليګ(ن) تل د سختو حالات سره مخ شوے او د چېلنجز په مقابله كولو سره هېواد د بحرانونو نه بهر  كوي ۔ وفاقي وزير د پي ټي آئي د بيا بيا يو ټرن په اغستو هم تنقيد كولو سره ووئيل كله چې هم دا ګوند لويه  ادعا كوي نو بيا وروستو د خُپل موقف نه په شا كېږي او په سخته كښې اولس يوازې پرېږدي۔ ده ووئيل چ ان شاء اللہ يو ورځ به داسې راشي كله چې به  په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي نوم و نشان پاتې نشي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس پاکستان مسلم ليګ(ن) څخه ډېر اميدونه لري ځكه چې هم دا يوازنے ګوند دے كوم چې هېواد د موجودہ چيلنجز نه بهر كولې شي او د اولس مسئلې حل كولې شي۔ده ووئيل  د مسلم لیګ (ن) د تنظیمي دفتر  جورول د دې خبرې عكاس دے چې ګوند په اپوزیشن كښې پاتې كېدو سره هم سياسي او تنظیمي هڅې روانې ساتلې دي٬ چې د ګوند دفترې آبادي وي نو سياسي هلې ځلې به وده كوي او اولس به خپلې مسئلې اورولې شي او كاركنانو ته به يو پلېټ فارم ترلاسه شي چې ورسره به په خېبر پښتونخوا كښې د مسلم لیګ (ن) سیاسي هلې ځلې زياته وده ومومي۔ ده ووئيل  وزیراعظم محمد شهباز شریف مې د خپلې دورې په اړه بريف كړے دے۔ وزیراعظم په دې خبره خوشحاله دے چې يو خوا صوبائي حكومت په اسلام آباد ورخېژي او د تباهۍ او بربادۍ هڅې روانې دي او بلخوا مسلم لیګ (ن) د رایډیو پاکستان پرانسته كوي۔  د وزیراعظم په امر په كوهات كښې كاركنانو او ملګرو سره ملاقاتونه شوي، د اکوړہ خټک مې دوره كړې۔ ده ووئيل چې كله هم مسلم لیګ (ن) ته په صوبه كښې د خدمت موقع ترلاسه شوه نو ځوانانو لپاره به د لوبو مېدانونه جوړوٶ، لېپ ټاپ به وركوٶ٬ د تعمير او ترقۍ عمل به مخ په وړاندې بيايو، سکول، کالجز، هسپتال او پوهنتونونه به جوړوو۔ ده ووئيل د سياست مطلب اولس سره پاتې كېدل دي او د دوې په مسئلو پوهېدل دي٬ يوازې په سوشل ميډيا هڅې ښودل سياست نه دے٬مسلم لیګ (ن) په خېبر پښتونخوا كښې منفي یا صرف د سوشل میډیا سیاست نا بلكې د خپل اولس٬ وروڼو او ملګرو سره پاتې كېدو سره د دوي د د قربانيو او ستونزو ادراك لري۔ ده ووئيل  مسلم لیګ (ن) دې څوك په خېبر پښتونخوا په خاص توګه په پېښور كښې لاوارثه نه ګڼي٬ د مسلم لیګ (ن) کارکنان او مشران اولس سره ولاړ دي۔ ده ووئيل د صوبې او پېښور اولس ته دې ووئيل شي چې په تېرو 14 نيمو كالو كښې صوبې لپاره څه شوي دي٬ پي ټي آئي چې په كومو معاملو په ماضي كښې تنقيد كړے ؤ وروستة ئې په دغه  يوټرن واخست۔ وفاقي وزیر ووئيل بيا لپاره به هم خېبر پښتونخوا ته راځوو٬ كاركنانو او ملګرو سره به كېښبنو او د دوي په مسئلو به خبرې كوٶ۔ ده ووئيل دلته به د اطلاعات او خپرونو وزارت د معاملو په اړه راډيو پاكستان٬ پاكستان ټېلي ويژن او ایسوسي ایټډ پریس آف پاکستان هم لا فعاله كولو لپاره اقدامات كولې شي۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل انجینئر امیر مقام د طبیعت خرابۍ له امله په دستوره كښې ګډون ونه كړے شو د ھغوي روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔ وفاقي وزیر ووئيل  كاركنان دې خپلو مشرانو او استازو سره اودرېږي او د دوي دې ډاډګيرنه وكړي