د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل د پښتون کلتور ورځې په مناسبت ټول پښتون قام او په ځانګړي ډول ځوانانو ته مبارکي وركړه

  کوئټه۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د پښتون كلتور ورځې په موقع ټولو پښتنو او په ځانګړې توګه ځوانانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي دوي د خپل تاریخ څخه رڼا، کلتور څخه پېژندګلو، علم څخه طاقت او خپل راتلونکي څخه هیله ترلاسه کړي۔ مونږ باید يوه داسې ټولنه جوړه كړو چرته چې د خپلو کلتوري ریښو سره تړون او د عصري نړۍ …

 

کوئټه۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د پښتون كلتور ورځې په موقع ټولو پښتنو او په ځانګړې توګه ځوانانو له مباركي وركولو سره وئيلي دي دوي د خپل تاریخ څخه رڼا، کلتور څخه پېژندګلو، علم څخه طاقت او خپل راتلونکي څخه هیله ترلاسه کړي۔ مونږ باید يوه داسې ټولنه جوړه كړو چرته چې د خپلو کلتوري ریښو سره تړون او د عصري نړۍ د غوښتنو سره همغږي ولري او يو د بل بشپړونكې وي۔ د انساني كلتور سفر په حقیقت کښې د انسان د مسلسل تخلیقي، فکري او ټولنیز پرمختګ قیصه ده۔ د کلچر لفظ ریښې د لاطیني ژبې کلتور لفظ سره تړلي دي چې بنیادي مفهوم یې د ځمکې د کروندې او زرخیزۍ سره دے۔ وخت تېرېدو سره هم دا تصور د انساني ذهن، ټولنې او تهذیب تر جوړښت او پرمختګ وغځېدو۔ انسان خپل ژوند، علم، هنرونو، اقتصاد او ټولنیزو ادارو ته په دوامداره توګه پرمختګ ورکړو او د کلتور څخه یې تر تهذیب مزل وكړو۔ نن آئي او عصري مواصلاتي سرچينو نړۍ يو بل ته لا نزدې كولو سره د نړيوال كلتور د پرمختګ سرعت څو چنده زيات كړے دے۔ ده ووئيل د پښتون قام تاريخ پخوانے او د ښكلي رواياتو امين دے۔ پښتنه ټولنه نن هم د خپلې زړه راښکونکې روايتي جامې، خوندورو خوړو، اتڼ ، د جرګې قضایي نظام، سخاوت، انسان دوستۍ او مېلمه پالنې په څېر د ارزښتمنو روايتونو له امله یو ځانګړی کلتوري هُویت لري۔ د پښتون کلتور ښکلا د هغې په ډله ‌ایز مزاج، وقار او دوه اړخیز درناوي کښې هم نغښتې ده۔ ده ووئېل  شمله په پښتنه ټولنه کښې د وقار او پېژندګلوۍ نخښه ده، نو شال زمونږ د آبادۍ د یوې لویې او مهمې برخې استازیتوب کوي. له دې كبله زمونږ كلتوري پرمختګ او سماجي پېشرفت هغه وخت بشپړېدے شي چې كله د ټولنې نارینه او مېرمنې په  يو برابر درناوي، فرصتونو او مسؤلیت سره مخ په وړاندې لاړ شي۔ شمله او شال، دواړه په ګډه یو متوازن او پرمختللې ټولنه بشپړوي۔ ګورنر ووئيل د پښتون کلتور ورځ یوازې د خپل کلتور یادولو ورځ نه ده بلکې د لوظ د تجديد کورځ هم ده۔ مونږ له به لوظ کول وي چې مونږ به د خپلې ژبې، ادب، تاریخ او کلتوري میراث د ساتنې ترڅنګ د تعلیم، سائنس، ټېکنالوژۍ، تحقیق او جدید علم په ډګر کښې هم مخکښې لارشوو او  زموږ نوی نسل چې په خپل هویت ویاړ کوي، د نړۍ د عصري غوښتنو د مقابلې صلاحیت پیدا کړي، هم دا به زموږ حقیقتي بریا وي۔