وفاقي وزير حنيف عباسي په تربت كښې په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كښې د ترهګرو په ضد په كاميابۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د بلوچستان په ضلع تربت كښې د سكيورټي فورسز په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كښې د ترهګرو په ضد په كاميابۍ مېړنو ځوانانو او چارواكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محمد حنيف عباسي ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو په لازواله قربانو …

 

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د بلوچستان په ضلع تربت كښې د سكيورټي فورسز په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كښې د ترهګرو په ضد په كاميابۍ مېړنو ځوانانو او چارواكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محمد حنيف عباسي ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو په لازواله قربانو او بې مثاله مړانه قام وياړ لري۔ ده واضحه كړه چې قام هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د “عزمِ استحكام” له مخې به شرپسند عناصرو او د ترهګرو په ضد دا جنګ په بشپړ قوت٬ وحدت او غېر متزلزل عزم سره روان وي