“مكه مشتركه دفاعي تړون” پاك سعودي دفاعي شراكت دارۍ تر لوړې كچې رسولو پلو تاريخي پېشرفت دے

  اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د ورور اسلامي هېواد سعودي عرب په 96مې قامي ورځ د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د تاريخي، مذهبي او تزويراتي اړيكو د تجديد ورځ ده٬ د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه تعلق يوازې تر روايتي سفارتكارۍ محدود نه دے بلكې دا په شريكه عقيده، غېر متزلزل باور، ورورولۍ او په احترام اډانه يوه داسې لازواله رشته ده كومه چې د وخت …

 

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د ورور اسلامي هېواد سعودي عرب په 96مې قامي ورځ د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې د تاريخي، مذهبي او تزويراتي اړيكو د تجديد ورځ ده٬ د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه تعلق يوازې تر روايتي سفارتكارۍ محدود نه دے بلكې دا په شريكه عقيده، غېر متزلزل باور، ورورولۍ او په احترام اډانه يوه داسې لازواله رشته ده كومه چې د وخت د هر ازمېښت له مخئ ده٬ په څو لسيزو اډانه د ورورولۍ دا رشته د وخت تېرېدو سره سره لا پخېدو سره په دفاع، سيمه ايزې سلامتيا، معيشت او د ګڼ اړخيزه ستراتېژك مرستې په پراخه دائره كار كښې كالب شوې ده۔ په دفاعي څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه زېاتېدونكې همكاري او “مكه مشتركه دفاعي تړون” د پاك سعودي دفاعي همكاري تر نوې لوړې كچې پلو يو تاريخي او كليدي پېشرفت دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دا مضبوطه عسكري و دفاعي مرسته نه يوازې د شريكې سلامتيا ضامن ده بلكې په منطقه كښې تل پاتې امن، استحكام او د مشتركه دفاع د غېر متزلزل عزم واضحخ څرګندونه هم ده۔ د سعودي عرب د 96مې قامي ورځ په موقع د پاكستان قام د سعودي ورور اولس او قيادت له د زړه له كومي مباركي وركول د دوي لپاره د امن، سلامتيا او د تل پاتې پرمختګ او سوكالۍ نېكو هيلو څرګندونه ده٬ارضِ پاك څخه تر ارضِ خپره شوې دا رشته به د دواړو قامونو د زړونو تر مخه تل قائم و دائم وي

مزید خبریں