پينډۍ 22 ستمبر (اے پي پي)د فرانس د دفاع و قامي سلامتيا سيكرټري جنرل نكولس روچے په پاكستان كښې د فرانسوي سفير ژاں نول پوئريے سره د جنرل هيډكوارټرز (جي ايچ كيو) پينډۍ دوره وكړه چرته چې هغه د سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره مهم ملاقات وكړو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) له مخې د ملاقات په …
فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د فرانس دفاع و قامي سلامتيا سيكرټري جنرل په جي ايچ كيو كښې ملاقات، د دفاعي مرستي په وده د خيالاتو څرګندونه
پينډۍ 22 ستمبر (اے پي پي)د فرانس د دفاع و قامي سلامتيا سيكرټري جنرل نكولس روچے په پاكستان كښې د فرانسوي سفير ژاں نول پوئريے سره د جنرل هيډكوارټرز (جي ايچ كيو) پينډۍ دوره وكړه چرته چې هغه د سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره مهم ملاقات وكړو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ، د سيمي په مجموعي امنيتي وضعه او دفاع و سلامتيا په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي لا پراخه كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منير د فرانس سره دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو او دفاعي و سكيورټي شراكت دارۍ ته لا ودي وركولو لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلے وكړو۔د فرانس پلاوي مشر نكولس روچے په سيمه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان پرله پسې هڅي او كردار وستائيل دغسې هغه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د پاكستان سره همكاري لا پراخه كولو له د فرانس د عزم څرګندونه وكړه۔











